نیویارک پوسټ خبر ورکړی چې مک ډونالډ رسټورانټ په ډاډمنه توګه نشي ویلی چې کاملا هرېس دې د دوی په يوې څانګې کې کار کړی وي.
دا ناندرۍ داسې مهال د رسنیو د سر ټکی شو، چې د کاملا هرېس سیال ډونالډ ټرمپ د مک ډونالډ په یوه رسټورانټ کې د کار کولو پر مهال په ټولنیزو رسنیو خپل انځورونه خپاره کړل.
یاد رسټورانټ زیاته کړې چې که څه هم ډاډمن نه دي، خو که کاملا هرېس د دوی په کومه څانګه کې کار کړی وي، د دوی لپاره د ویاړ خبره ده.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هرېس ویلي وو، چې هغې د زدکړیالۍ په مهال په ۱۹۸۳ کال کې د مک ډونالډ رسټورانټونو په یوه څانګه کې کار کاوه، خو د هغې دا خبره ټرمپ دروغ بللې وه او تازه ددغه رسټورانټ یوې څانګې ته د کار کولو په پار ورغلی ؤ.