د افغانستان په اړه ناسته؛ انتوني ګوترېش قطر ته سفر کوي

د افغانستان په اړه ناسته؛ انتوني ګوترېش قطر ته سفر کوي


  • 6 مياشتي دمخه (17/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 334

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې جوړېدونکې ناستې کې د ګډون لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش قطر ته سفر وکړي.
دا غونډه د روانې فبروري میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه ترسره کېږي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په مشرۍ د دوی یو پلاوی په دغه ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته رسېدلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، د دوی هڅه دا ده، چې د یو باثباته افغانستان لپاره له نړۍ سره د اسلامي امارت په تعامل کې خپل رغنده رول ولوبوي.

که څه هم اسلامي امارت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو لایې هم پلاوی نه دی مشخص شوی.

تر دې وړاندې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي وو چې که د دوی شرایط په پام کې ونه نیول شي، نو په دې غونډه کې ورته نه ګډون غوره دی.