بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د راپور هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د راپور هرکلی کړی


  • 10 مياشتي دمخه (09/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 318

بهرنيو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي راپور هرکلی کړی دی

بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د وروستي راپور او د افغانستان لپاره د سرمنشي د ځانګړې استازې وينا مثبته بولي.

په اعلامیه کې راغلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل راپور او د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې د هغې وينا چې ملګرو ملتونو ته يې د سرپرست حکومت د امنيت ټينګښت، اقتصادي پرمختګ، د مخدره توکو هر اړخيز بنديز، د جبري راستنو شويو کډوالو استقبال او د طبيعي پېښو پر وړاندې پر وخت غبرګون، د افغانستان پر خلکو د بانکې او اقتصادي بنديزونو ناوړه  اغېز او همداراز د ملګرو ملتونو لخوا له افغانستان سره د بشري مرستو‌ د دوام په برخه کې کړې هرکلی کوي.

 اعلاميه کې همداراز راغلي، ملګري ملتونه دې د بې اساسه تورونو لګولو او مجهولو څرګندونو څخه ډډه وکړي.

اعلامیه کې راغلي، ملګري ملتونه تور لګوي چې په افغانستان کې د نشه يي توکو د بنديز مسله اختلافي ده او همداراز پیښو او موضوعاتو ته قومي رنګ ورکول، د عامه نظم او قانون تطبيق ته د بشري اصولو خلاف نوم ورکول، د ځمکني واقعیتونو او تثبیت پر وړاندې بې بنسټه ادعاوې، افغانستان په جګړه کې ښکېل هيواد معرفي کول او نور هغه څه دي چې ملګري ملتونه پرې افغانستان تورنوي.

په اعلاميه کې وزارت سپارښتنه کړې ده، چې ملګري ملتونه دې بې بنسټه ادعاوې نکوي.

ياد وزارت ويلي، د اسلامي ارزښتونو او د هېواد د خپلواکي په چوکاټ کې له ټولې نړۍ او ملګرو ملتونو سره ګډ تحقيق او ګډو اندېښنو ته د ځواب موندلو لپاره حاضر او په دې برخه کې به رغنده رول ولوبوي.