بلخ ادبي خوځښت: مېرمن ادبي او كلتوري بهير اونيزه غونډه وكړه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اسيه احساس
  • 1197

 د بلخ ادبي خوځښت څانګې، مېرمن كلتوري او ادبي بهير خپله اونيزه غونډه د ۱۳۹۰ كال د غبرګولي د مياشتې په دويمه نېټه د دغه خوځښت د غونډو په دفتر كې ترسره كړه

ياده غوڼده د شكريې په تلاوت پيل شوه، چې د ويندويۍ چارې يې جميلې ګران پرمخ وړلې.
د غوڼدې لپاره حميده د مېلمنې او سياينا ساپۍ د كوربنې په توګه وټاكل شوې.
د تېرې اونۍ ګذارش ملالۍ ولوست چې د ګډونوالو لخوا پرې كره كتنه وشوه.
د غونډې گډونوالې ليلا ساپۍ راپور وستايه، او ويې ويل: چې اضافي او كلېشه يي كليمې پكې ډېرې وې، او د كره كتنې برخه ټوله پكې نه وه را اخيستل شوې.
د مشاعرې بلې گډونوالې هوسۍ جلالزۍ هم راپور ښه وباله او زياته يې كړه، چې د تېرې اونۍ په پرتله پكې ډېر بدلون راغلى وو.
وروسته ازاده مشاعره پيل شوه، چې هرې يوې پكې په خپل وار سره شعرونه او نثري ټوټې ولوستلې.
د غونډې په پاى كې حمېدې ته بلنه وركړل شوه، چې د ننۍ مشاعرې په اړه خپل نظر څرګند كړي.
نوموړې وويل: ننۍ غوڼډې په دې ډېر خوند راكړ، چې هر كله به موږ يوازې شعرونه ليكل او ويل خو په ننۍ مشاعره كې ډېرۍ ګډونوالو نثري او ادبي ټوټې واورولې.
ورپسې د غونډې كوربنې د مشاعرې په اړه وويل: خوشاله په  دې يم، چې زموږ د كره كتنې برخه ورځ تر بلې ښه كېږي او خوښي يې وښوده كه همداسې خپلو غونډو ته دوام وركړو نو په راتلونكي كې به د پښتو ادب لپاره لا زيات كار وكړو.
نوموړې وويل: بايد هڅه وكړو، چې د خپلو گډونوالو شمېر زيات  كړو.
د يادونې وړ ده، چې مېرمن ادبي بهير درې كاله وړاندې  په بلخ ولايت كې رامنځته شو، چې څه موده يې غونډې د ځينو ستونزو له امله كمرنګې شوې وې، خو له تېرو دوه و مياشتو راهيسې هره اونۍ خپلې اونيزې  غونډې ترسره كوي.