پاکستاني پولیسو بوټ بازار کې د افغان کډوالو دوکانونه  ویجاړ کړي

پاکستاني پولیسو بوټ بازار کې د افغان کډوالو دوکانونه ویجاړ کړي


  • 1 کال دمخه (24/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 657

په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونو په دوام، دا ځل  پولیسو د افغانانو دوکانونه ویجاړ کړي دي. 

د پاکستان د اېکسپرېس ټرېبون ورځ‌پاڼې د راپور له مخې، د پېښور په بوټ بازار کې شااوخوا ۴۰۰ دوکانونه، چې کلونه وړاندې د افغانانو له خوا جوړ شوي وو، د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت له خوا ویجاړ شوي دي. 

د پېښور بوټ دغه بازار د کوچني کابل په نوم هم یادېده، ځکه ګڼ کاروباریان یې افغانان وو. 

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه عمليات په ټول پېښور کې دوام لري او د ناقانونه مارکېټونو د جوړولو په پلمه يې د افغان کډوالو د فعاليت مخه نيولې ده.

د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، د دغو عملياتو پر مهال تر سلو ډېر افغان کډوال هم نيول شوي دي، چې د دغه کار مخالفت یې کاوه. 

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د موقت حکومت له خوا د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لپاره ټاکل شوي ضرب الاجل ته یوازې یوه اوونۍ پاتې ده.