د عثمان کاکړ ژوند لیک

د عثمان کاکړ ژوند لیک


  • 3 کاله دمخه (21/06/2021)
  • احمدشاه یوسفزی
  • 1785

ګران عثمان خان کاکړ په کال1961 کې د محکوم افغان وطن د جنوبي پښتونخوا د سيف الله قعله په هندو باغ کې زيږيدلى وو. د هغه پلار سردار عبدالقيوم خان کاکړ یو قومي مشر او کهول یې د کاکړو د يو درانه ټبر سرګړو قومي مشران دي. 

ګران عثمان خان کاکړ ابتدايي زدکړې د هندو باغ په ځايي تعليمي ادارو کې، ګریجویشن يې په بهاولپور او اعلى تعلیم یې د کوټې پوهنتون نه حاصل کړو. هغه په معاشياتو او قانون کې لوړې ذده کړې حاصل کړې. 

شهيد عثمان خان کاکړ ایله شپاړس کلن وو چې سیاسي مبارزې ته یې ملا وتړله. هغه په کال 1977 کې عملي سياست د پښتون سټوډنټس ارګنایزېشن او نيشنل عوامي پارټي پښتونخوا نه شروع کړو. 

په کال 1983 کې د مزدور کسان پارټۍ د طالب علمانو څانګې سرحد سټوډنس فیډریشن او د نیپ پښتونخوا پښتون سټوډنټس ارګنایزیشن انضمام وشو  او پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن په نوم یو نوې سټوډنټس تنظیم جوړ شو. په کال 1987 کې د پښتنو په اهم مرکز پيښور کې د پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن په وړومبي کانفرنس کې شهید رهنما د دغه سازمان سيکټري اول منتخب شو. په 1986 کې پښتونخوا نيپ او پښتونخوا مزدور کسان پارټۍ د پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په نوم  د پښتنو ګوندونو اتحاد جوړ کړو. او هغه د دې اتخاد د مرکزي کونسل غړى شو. په کال 1989 کې دغه اتحاد په پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ بدل شو. او د تاسيسي کانګرې نه پس په اول صوبايي کانفرنس کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د جنوبي پښتونخوا صوبايي سینیر سيکټري وټاکل شو. په کال 2007 کې د جنوبي پښتونخوا په صوبايي کانفرنس کې صوبايي صدر شو. په کال 2013 کې د پارټۍ د صوبايي صدر سره سره د پارټۍ په څلورمه کانګره کې مرکزي سيکټري هم وټاکل شو. چې د خپل ژوند تر اخره د ګوند صوبايي صدر او مرکزي سيکټري پاتې شو. 

شهید عثمان خان کاکړ په خپله 44 کلنه سياسي مبارزه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بیرغ لاندې د ایم ار ډي، جینوا امن کمیټۍ، پښتون  رهبر کمیټۍ، پونم، اې پي ډي ایم، پي این ډي ای او پی ډي ایم د لارې د یو سیاسي کارکن او رهنما په حیث

د قومي خپلواکۍ، چتراله تر بولانه د پښتون ملي وحدت، په ملي وسايلو قومي او اولسي واک و اختیار جوړولو، د ازاد افغانستان د ملي استقلال، ارضي تماميت، پايدار امن او ترقۍ لپاره او په پاکستان کې د قومي برابرۍ، جمهوريت، د ائين او پارليمان د بالادستۍ، د قانون د حکمرانۍ، په سیاست کې د فوځ او انټليجنس ايجنسيانو د پرله پسې مداخلت کارو او جرايمو په خلاف شاندار او ویاړلې مبارزه وکړه. 

 دپښتنو د قامي اهدافو د حصول او په ملک کې د جمهوریت او حقیقي فیډریشن د پاره شهید ګران عثمان خان کاکړ د 2015 نه تر 2021 پورې د پاکستان په سينټ کې یو توانه او مضبوط غږ وو. هغه د ګوند په استازي توب د پښتنو او نورو محکومو قامونو د برابر، باعزته او میعاري ژوند او د ازاد افغانستان د دفاع د پاره زورور رول ادا کړو.