د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) خبر ورکوي، چې له پاکستان څخه په دوو ورځو کې د اته زره او ۲۵ تنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي دي.
د دغه سازمان د افغانستان څانګې تېره ورځ په یوه بیان کې ویلي، چې دغه کسان د روانې جنوري میاشتې پر پنځمه او شپږمه له یاد هېواد څخه ایستل شوي او د سپین بولدک او تورخم پر سرحدي لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې په دغو کډوالو کې د (I.C.C) کارډ لرونکي او بې اسناده کسان شامل دي.
که څه هم ګڼو سازمانونو او خپله سرپرست حکومت له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو په زوره ستنول دي ودروي؛ خو د یاد هېواد لخوا د ټاکل شوي راهیسې هره ورځ سلګونه افغان کډوال د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې نیول کېږي او په زوره افغانستان ته ستانه کړل کېږي.