ملا برادر: تېر یو کال کې مو ملت ته هېڅ نه‌دي کړي

ملا برادر: تېر یو کال کې مو ملت ته هېڅ نه‌دي کړي


  • 2 کاله دمخه (19/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 774

سمسور نیوز (۲۷تله۱۴۰۱) د ا.ا د ریاست‌الوزرا مرستیال ویلي، چې حکومت په تېر یو کال کې ملت ته هېڅ نه دي کړي. 

ملا عبدالغني برادر دا څرګندونې نن په ‎کابل کې د کرنیزو محصولاتو نندارتون په غونډه کې کړې دي. 

برادر په دې غونډه کې دا هم ویلي، چې ملت له دوی ناخوښ دی او اړتیا ده، چې د بنسټیزو پلانونو په پلي‌ کېدو سره یې قناعت ترلاسه شي.

د هغه په خبره، اسلامي امارت باید لا ډېر کار وکړي، څو د ولس زړونه لاس ته راوړي.

ده زیاته کړې، چې که افغانستان د نغدو پیسو له نشتون سره مخ دی؛ خو د کانونو له اړخه شتمن دی او باید د سپړلو لپاره یې بنسټیز کارونه پیل شي.