د امریکا منتخب ولسمشر برېټانیا ته خپل مالي ملاتړی د سفیر په توګه معرفي کړی دی.
ډونالډ ټرمپ وارن سټېفنز یو بریالی سوداګر بللی او ویلي یې دي، برېټانیا چې د امریکا تر ټولو نږدې متحد دی، سټېفنز به ورته د خپل سفیر په توګه ورولېږي.
د یادونې وړ ده چې سټېفنز به د بایډن لخوا د ټاکل شوي سفیر جین هارټلي پر ځای خپله دنده پېل کړي.
#SamsoorNews