د پکتیکا والي مجیبالرحمان څمکني یوې خبري غونډېته په خبرو کېوویل، چې د وسلهوالو طالبانو لهلوري په روژېمیاشت کې د ولسوالیو او ځینو سیمو د نیولو هڅېوشوې، خو امنیتي او دفاعي ځواکونو یې مخنیوی وکړ او د یادې ډلې جنګیالیو ته یې درانه تلفات هم اړولي دي.
نوموړي همداراز یادې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال زیاته کړه، چې طالبان د افغان ځواکونو له دفاعي حالت څخه په ناوړه استفادې مجبور شول، چې ټولو امنیتي ارګانونو ته له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت پیل امر وکړي.
ښاغلي څمکني د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې پکتیکا کې د زیاترو وسله والو ډلو مشري پاکستاني جنګیالي کوي او له فرضي کرښې دې غاړې ته افغان طالبانو ته د عامه تاسیساتو او بریدونو لارښوونه کوي.
د پکتیکا والي مجیب الرحمان څمکنی همداشان له خلکو غوښتنه کوي، چې د ملکي مرګ ژوبلې او نورو ورانکاریو د مخنیوي لپاره دې له افغان ځواکونو سره همکار و اوسي.