په تېر حکومت کې د ولسي جرګې غړی، الله ګل مجاهد د یوه کس د وژنې په تور نیول شوی دی.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې مجاهد به د قضیې د څېړنو تر بشپړېدو او د صلاحیت لرونکې محکمې تر حکمه په بند کې وي.
خالد ځدراڼ د وژل شوي کس نوم سعیدالله یاد کړی او ویلي یې دي، چې د تېر کال په کب میاشت کې وژل شوی و.
لاهم د نومودي د کورنۍ غړیو په دې اړه څه نه دي ویلي.
الله ګل مجاهد د جمهوري نظام تر سقوط وروسته ایران ته تللی و، چې تېر کال د اوسني حکومت په بلنه بېرته کابل ته راستون شو.