سرپرست حکومت: اقلیمي بدلون افغانستان ته دوه میلیارد ډالره زیان اړولی

سرپرست حکومت: اقلیمي بدلون افغانستان ته دوه میلیارد ډالره زیان اړولی


  • 2 کاله دمخه (07/11/2022)
  • سمیر احمد
  • 687

سمسور نیوز (۱۶لړم۱۴۰۱) دا ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د مصر په شرم الشيخ ښار کې د اقليمي بدلون د ۲۷مې سر مشريزې جوړېدل نړۍ ته د ورپېښو اقليمي ننګونو لپاره د حل لارو را اېستلو پر لور لومړنی ګام بولي.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر پاڼه لیکلي، افغانستان سږ کال د اقليمي بدلون د منفي اغېزو له کبله له دوه مېليارډ ډالره زیان لېدلی دي. 

ښاغلي بلخي زیاته کړې، د دې زيان جبران لپاره په هيواد کې د اقتصادي ثبات تر راتګ پورې د نړيوالې ټولنې پرمختيايي مرستې ته اړتيا ده.