پر افغانستان واکمن وسله‌وال به هرڅه وي، خو قومي (پښتني) حکومت نه دی

پر افغانستان واکمن وسله‌وال به هرڅه وي، خو قومي (پښتني) حکومت نه دی


  • 2 کاله دمخه (15/10/2022)
  • عبدالغفور لېوال
  • 908

دغه نوم، روایت Narrative - لکه یو تور-  د افغانستان دوښمنانو جوړ کړی او په دغو ورځو شپو کې یې د نورو قومونو د غوسې لپاره را پړسولی دی. 

راځئ وګورو، چې ولې دغه وسلوال واکوال قومي (پښتني) حکومت نه دی. 

 

اول، دوی خپله ځان اسلامي نظام بولي، دا چې اسلامي دی که نه؟ دې ته به اسلامپوهان ځواب وايي، په دې یې زما کار نه شته.

 دوی د اُمت غم اخیستي او هر هغه څوک کافر ګڼي، چې دوی ته قومي حکومت ووايي. 

د دوی یوه لویه برخه وګړي پښتو وايي، هغه ځکه چې د دوی بله ژبه زده نه ده او که نه عربي او اردو د ثواب او صواب ژبې ګڼي، که یې پخپله زده وای، نو هيڅکله به یې پښتو ویلې نه وای.  

هرکله، چې یوه واکمني په یوه قوم پورې تړئ، اول باید دې پوښتنې ته ځواب ومومئ، چې هغه ځانګړی قوم په څه حالت کې دی؟ 

 

که شته واکمني قومي (پښتني) حکومت وای، نو باید دغه کارونه یې کړي وای: 

[]  پښتانه به یې په خپل هېواد کې دننه له نورو قومونو سره له هر راز تکر څخه ساتلي وای، ځکه له نورو افغانانو سره د پښتنو دوښمن کولو تر ټولو لویه پښتون‌دوښمني ده. 

[] د پښتون اصلي، تاریخي دوښمن (د پاکستان پوځ و استخبارات)  به یې رسماً د ملي دوښمن په حیث معرفي کړی وای او د دغه دوښمن په وړاندې معقوله دوښمني به یې د افغانستان له پیاوړي کولو راپیل کړې وای. ځکه د پښتون زمکه دوی ورنه لاندې کړې ده او لکونه لکونه پښتانه همدې تاریخي دوښمن وژلي دي. 

 

[] د پښتونمېشته سیمو ښوونځیو، پوهنځیو ته به یې تر هرڅه زیات پام کړی وای، پر ټولو پښتنو نجونو به یې ښوونځی جبري کړی وای، د پښتنو د زدکړې لپاره به یې ساینس، تکنولوژي او بشري پوهنو ته لومړیتوب ورکړی وای. شرایطو ته په کتو یې باید د ښوونې و روزنې، کار او ټولنیز فعالیت په برخه کې پښتنو نجونو او مېرمنو لپاره د نارینه په وړاندې مثبت تبعیض رسمي کړی وای. 

 

[] د پښتنو اقتصادي منابع؛ اوبه، کانونه، سکاره، عامه بنسټونه او کرنه  يې ژغورلي وای او په موډېرنو علمي اساساتو یې سنبال کړي وای. 

 

[] نړۍ ته یې پښتانه متمدن، پوه، با فرهنګه او د موډېرن ژوند پلویان ورمعرفي کړي وای.

 

[] د هېواد له نورو ژبو سره په رغنده تعامل کې یې د پښتو ژبې، ادب، فولکلور، ژباړې او نړیوال پرمختګ لپاره داسې هڅې کړې وای، چې تاریخ یې ساری نه پېژندلی. په تېر یوه کال کې باید د پښتو چاپ شویو کتابونو شمېر له تېرې یوې پېړۍ څخه زیات وای. 

 

[] پښتانه کادرونه، پوهان، استادان، لیکوال او فرهنګي شخصیتونه، چې پخوا د اشغال، بدو حکومتونو او اقتصادي ستونزو له لاسه کډوال شوي وو، د جبر تر بریده په ټینګار وطن ته راغوښتي وای او د پښتنو د پرمختګ لپاره یې جبراً ګومارلي وای. په ۲۴ ساعتونو کې یې په ۱۰ - ۱۲ ساعتونو کار محکوم کړي وای.

 

[] د پښتون کیڼ اړخي، چپیان، ملتپال، تنظیمیان، لېبرالان، سیکولران، اسلامیستان او نور ټول به یې په یوه محور راټول کړي وای، هغسې لکه په اویایمو کلونو کې، چې د یوه تنظیم وسلوالو واکمنو د افغانستان د یوه بل قوم ټول وګړي په یوه قومي محور سره راټول کړل. 

 

[] د دې لپاره، چې پښتانه په دې وطن کې ارام ژوند ولري، د ښاروندۍ مقام ته یې لوړ کړي وای، له نورو سیمو او قومونو سره یې ورته اقتصادي پلونه جوړ کړي وای او د پوهې، زدکړې، کار، تولید، اقتصادي فعالیت او فرهنګي بډایینې په مټ یې ښوولي وای، چې پښتون څوک او څومره دی؟ 

 

آیا دا هرڅه شوي دي؟ 

نو ولې دعوه کوئ، چې روانه زورواکي  (د پښتنو حکومت) دی؟ 

که تاسو د واکمنو وسلوالو دوستان یاست یا دوښمنان، خو دومره پوه شئ، چې دوی ته د اسلامي واکمنۍ پرځای (د پښتنو حکومت) ویل له پښتنو سره بنسټي دوښمني ده.