د ښځینه خبریالانو وژل؛ بېلابیل غبرګونونه

د ښځینه خبریالانو وژل؛ بېلابیل غبرګونونه


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • محمد عزیز ستانکزی
  • 1892

 

په جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون د درې ښځینه کارکوونکو وژل کیدو غبرګونونه پارولي او یاده پیښه په نړیواله کچه وغندل شوه.

ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني دا برید غندلی او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې په ټکر کې بللی.

خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې طالبان په دا ډول بریدونو او د وېرې فضا رامنځته کولو سره نشي کولی د جمهوریت او تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو د دفاع لپاره پورته شوی غږ چوپ کړي.

د ملي امنیت شورا هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او وايي چې د هېواد پر ملکي او مطبوعاتي کارکوونکو بريدونه د بیان پر ازادۍ تیری او بشري جنايت دی او امنيتي بنسټونو ته یې سپارښتنه کړې چې دغه قضيه هر اړخيزه وڅېړي او پايلې يې له خلکو او د رسنیو له ملاتړیو بنسټونو سره شريکې کړي.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم دغه برید غندلی او د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره یې د خواخوږۍ د څرګندولو ترڅنګ ویلي چې ددغه جنایت په تور له نیول شوي کس ترلاسه کړي معلومات به ژر له خلکو سره شریک کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي دغه پیښه غندلې او ويلي یې دي چې د هېواد، سولې او ارامۍ بدغوښتونکي غواړي د ځوانو مفکورو او استعدادنو په وژلو افغانستان کمزوری کړي او له دې لارې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي.

افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ نی، هم دغه پېښه غندلې او پر افغان حکومت يې غږ کړی چې د رسنيو پر کارکوونکو د بريدونو مخنيوی او د داسې هدفي وژنو پلټنه وکړي.

ملت پال سیاستوال افراسیاب خټک په خپل ټویټر لیکلي چې د دریو ښځینه افغان خبریالانو وحشتناکه هدفي وژنه په افغانستان کې ښځینه کارکوونکي له جدي ننګونې سره مخ کړې دي.  دا مهمه نه ده چې څوک یې مسئولیت پر غاړه نه اخلي، نړۍ به لا ترڅو د هدفي وژنو پر وړاندې غلې وې.

دې سره د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښې غړې ګلالۍ اسمعیل هم په خپل ټویټر لیکلي چې د دريو افغان ښځینه خبریالانو هدفي وژنه په کلکه غندم. افغانې ښځې په لوی لاس د ترهګرو منګولو ته غورځول شوې دي، کله چې په زرګونو طالب جنایتکاران له زندانونو ازاد شوي نړۍ ترې همدا تمه لرله.

کابل کې د امریکا سفارت یوه اعلامیه کې دا برید غندلی او له افغان حکومت یې غوښتي چې د بیان ازادي او د خبریالانو ژوند خوندي کړي.

د امریکا سفارت وایي، دا بریدونه د خبریالانو د ویرولو لپاره کېږي، خو دا چاره د زغملو نه ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ يوناما د خواشينۍ په څرګندولو سره د دغو ښځينه وو وژنه په افغانستان کې د رسنيو لپاره يوه بله وېرونکې ورځ بللې ده او د دې وحشيانه وژنو په اړه یې د سملاسي رڼو او خپلواکو پلټونو غوښتنه کړې ده.

ناټو هم دغه پیښه غندلې او دا عمل یې د بشر ضد کړنه بللې ده.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی ستېفانو پونتيکورو وايي یو ځل بیا په جلال اباد کې د افغان رسنیو د درې تنو ښځینه کارکوونکو له وژنې سره لویه غمیزه رامنځته. 

د یادې پیښې په اړه له دې ټولو غبرګونونو سره سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پانه لیکلي چې جلال اباد کې ترسره شوی برید په دوی پورې اړه نه لري.

تر دې وړاندې هم د یاد تلویزیون یوه ویانده ملاله میوند جلال اباد ښار کې دفتر ته پر لاره له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شوه.