ترکي پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي

ترکي پولیسو په اماسیا ښار کې ۴۰ افغان کډوال نیولي


  • 9 مياشتي دمخه (31/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 305

ترکي پولیسو هغه ۴۰ افغان کډوال نیولي، چې د خوراکي توکو په یو موټر کې ځای پر ځای شوي وو.   

د اماسیا پولیسو ویلي، چې دغه کډوال یې د لاریو د کتلو پر مهال پېژندلي او نیولي دي. 

د پولیسو په خبره، نیول شوي کډوال له اغرې ښار څخه استانبول ته روان وو.     

ډېری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري.  

دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وګړو مرکزونو ته لیږدول شوي، چې تر قانوني پروسې وروسته به افغانستان ته واستول شي. 

د ترکیې تر څنګ ایران او پاکستان هم په وروستیو کې افغانستان ته غیر قانوني افغانانو د اخراج لړۍ چټه کړې ده.