حامد کرزی: د دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو

حامد کرزی: د دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو


  • 3 کاله دمخه (09/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1105

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له‌لوري د نوې کابینې اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې، د خدماتو د ارائیې او دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو. 

د کرزي مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له‌مخې، چې نوموړي ویلي افغانستان بډای ټولنیز جوړښت لري - د ښځو په  ګډون د هېواد هر  وګړی په حکومت او واکمنۍ کې د ګډون او ولس ته د خدمت حق لري.

هغه دغه‌راز زیاته کړې، په‌دې اړه لازمه ده هغه نیمګړتیاوې چې په اعلان شوې سرپرسته کابینې کې تر سترګو کېږي ژر تر ژره رفع شي، څو د هېواد ټول وګړي په حکومت کې خپل ځان وویني او یو ځای په پوره ملي يووالي او اتفاق د یو آباد، هوسا، او پرمخ تللي افغانستان لپاره کار وکړي.