په افغانستان کې دکاناډا پخوانی سفیر: پاکستان کله په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته رسوي

په افغانستان کې دکاناډا پخوانی سفیر: پاکستان کله په افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته رسوي


  • 3 کاله دمخه (22/05/2021)
  • رفيع الله نقيبزی
  • 1806

په افغانستان کې دکاناډا پخواني سفیر کریس الکساندر ویلي، چې اسراییل په غزه کې خپل بریدونه پای ته رسوي، خو دا لا څرګنده نه ده، چې پاکستان به کله افغانستان کې خپله نیابتي جګړه پای ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې که د غزې د سلو وژل شویو کسانو په څېر له ننګرهار تر هرات پورې زرګونه وژل شویو خلکو ته پاملرنه شوی وای، نو ډېر پخوا به افغانستان کې د پاکستان نیابتي جګړه پای ته رسېدلې وای.

په افغانستان کې دکاناډا پخوانی سفیر، په داسې مهال یادې څرګندونې کوي، افغان چارواکو په وار وار له پاکستانه غوښتې، چې دترهګرو له ملاتړه لاس واخلي، خو تر اوسه یې کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.

باید یاده شي، چې پاکستان دترهګرو دملاتړ او تمویل له امله لاهم په خړ لیست کې دی.