د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر وايي، په خوست ولایت کې د مخابراتي شبکو ۴۶ نوي سایټونه جوړېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې مولوي نجیب الله حیات حقاني خوست ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې سایټونو د جوړولو منظوري ورکړې او ولایتي چارواکو ته یې لارښوونه کړې چې انتنونه نصب کړي.
سرچینه زیاتوي چې د دې نویو مخابراتي شبکو له جوړولو سره به د خوست په لرې پرتو سیمو کې خلک مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر تر دې وړاندې پکتیا او پکتیکا ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د لسګونو نویو مخابراتي شبکو د جوړولو منظوري ورکړې وه.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.