امریکا افغانستان کې خپلې لس هډې بندې کړي

امریکا افغانستان کې خپلې لس هډې بندې کړي


  • 3 کاله دمخه (28/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1332

افغانستان کې لس امریکایي هډې بندي شوي.

د افغان او امریکایي چارواکو په خبره وروسته تر هغې، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ توافق وشو، امریکا تازه خپلې لس هډې افغانستان کې بندې کړي. بل خوا بیا ځینې امریکایي ورځپاڼې وایي سره له دې، چې امریکا خپلې هډې بندې کړي  خو د سرتیرو وتل یې مبهم ښکاري. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکایي هډو د بندیدو خبر د یو افغان او امریکايي چارواکي له قوله تایئد کړی. د سټار  انډ سترایبس د راپور له مخې امریکایي فوځیان د  روزګان له ترینکوټ، د لغمان له کمبیري، د پکتیا له لایټیننګ، د هلمند له بُست، د کندوز له جونز، د ننګرهار له ډي الینکر، د بلخ له شاهین، د کابل له بیشاپ، د میمنې له فاریاب او د زابل له کلات اډو وتلي دي.