د فدرالیزم شبحې، چې د تجزیهغوښتونکو د واهي افکارو د پاسه سرگردانه تاوېږي راتاوېږي، په دې وروستېو کې تر ښاغلي سرور دانش او هان د فرانکفورت د مدرسې د مریدانو تر حلقې پورې هم ځان رسولی دی. داسې ښکاري چې د پاشېدلي «جمهوریت» ټېکهداران او د نوموړي «جمهوریت» د اساسي قانون «نوښتگران»، جوړونکي او لاسلیککوونکي هم د «جمهوریت» له ړنگېدو وروسته، د خپلې سیاسي او فردي راتلونکې او سرنوشت له ډاره د تخیلي فدرالیزم کندې ته ورډوبېدونکي دي.
فدرالیزم، کنفدرالیزم او ټول هغه ناروا «ایزمونه» چې د هغې د طرحې تر پردې لاندې د افغانستان سیاسي جوړښت په نښه کېږي، د «جمهوریتي» او افغاني «سیاسیونو» په چاپېریال کې تر ډېره بریده غولوونکې او انحرافي بنه او محتوا لري. د هیواد په تاریخ کې، کله چې د لومړي ځل لهپاره د افغانستان د خلک ډموکراتیک گوند له نس څخه د «ستم ملي» او بیا د فدرال ناجایزه ماشوم وزېږېده او بیا په ورستي شلکلن «جمهوریت» کې د افغانستان لهپاره د فدرالیزم د بیبنیاده «فلسفې» تر خیرنې پردې لاندې د بیلتونغوښتنې او تجزیې موخې او نیتونه ښکاره او بربنډ شول، د فدرالیزم په هکله په بحثونو او مشاجرو باندې د بېباورۍ او تردید سیوری خپور شو.
جالبه دا ده، اوس پس له دې چې د طالب واکداري پر افغانستان باندې مستقره شوې او د امارت په دولتي جوړښت کې د پخواني «جمهوریت» او «نظام» څخه میراتشویو «سیاسیونو» ته ونډه نه ورکوي، د فدرالیزم بازار او دکانداري توده شوې او د «جمهوریت» هر منحرف، وطنپلورونکي، مفسد او فراري، په بهر کې له خپل سوري څخه بیا سر راایستلی او د افغانستان لهپاره بیا غلطو او پردیو نسخو او فورمولونو ته لاس اچوي. اوسمهال د ړنگشوي «جمهوریت» او «نظام» ځینې پېژندل شوې څېرې هم د فدرالیزم په ویروس اخته شوي او د فدرالیزم بغارې وهي.
هماغسې چې فدرالي تیزسماران د فدرالیزم پخوانی زوړشوی تیزس د افغانستان د یووالې د تخریب، کرکې او تجزیې په موخه وړاندې کوي، پر فدرالیزم باندې نني «جمهوریتي» عاشقان هم د هغوی په پلونو باندې پل ږدي. د دوی د فدرالیزم او د «هغوی» د فدرالیزم تر مینځ هیڅ اصولي توپیر نشته دی. دا په دې معنی چې:
یو،
فدرالیزم د افغانستان د کشالو د حل په هدف نه، بلکې واک ته د رسېدو په مقصد د څو مشخصو افرادو او څېرو او جوړښتونو په موخه مطرح کېږي؛
دوهم،
د فدرالیزم «فلسفه» او نسخه د افغانستان له پاره بهرنۍ بڼه لري او د ځینو گاونډيو هیوادونو د گټو پر بنیاد ورته افغاني جامه گنډل شوې او افغاني بازار ته د افغاني دکاندارانو په مرسته وړاندې کېږي؛
دریم،
د فدرالیزم شبحه له اوله او بیا تر ننه پورې په ډېره بیشرمه، لوڅه او بربنډه پښتنيضد څېره او هویت ډگر ته راوتلی او د افغانستان د پښتنو سره په سیالۍ کې يې هان د هیواد د تجزیې تر پولې هم ځان رسولی دی؛
څلورم،
هغه فدرالي نانځکه چې پخواني او اوسني ښاغلي د هغه په سېنگارولو بوخت او پر رښتونوالي یې ټینگار کوي، د افغانستان د خلکو پر پېچلي قومي او اتنیکي ځانگړتیاوو باندې يې جعلي حساب پرانیستی او د پښتنو په مقابل کې د غېرپښتنو قومونو د کرکې او دښمنۍ لامل گرځي.
د افغانستان له پاره هر هغه سیاسي جوړښت او سیاسي طرحې چې بڼسټ یې د پښتون قوم او یا د نورو قومونو د حذفولو او تضعیفولو په موخه مهندسي شوی وي، لکه «جمهوریت»، «امارت»، «خلافت»، فدرالیزم، کنفدرالیزم، غیر متمرکز دولت، نور او نور او نور، غیر عملي او د افغانستان سلامتیا او یووالی ته ستر گواښ دی. افغانستان په اوسنيو شرایطو کې یو پیاوړي او غښتلي مرکزي دولت ته اړتيا لري چې د هغه په چوکاټ کې د افغانستان ټول قومونه او قبیلې خپل حضور او ونډه احساس او اعمال کړي!
امریکا-ویرجینیا
د ۲۰۲۲ میلادي کال د نوامبر ۱۳ نېټه