دیبورالاینز: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید بېرته ورکړل شي

دیبورالاینز: د افغانستان کنګل شوې شتمني باید بېرته ورکړل شي


  • 3 کاله دمخه (10/09/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 1317

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې او د یونما مشرې دیبورا لاینز په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نړیوال دې د افغانستان اقتصاد خرابېدو ته نه پرېږدي او ژر تر ژر دې د یاد هېواد کنګل شوې سرمایه بېرته ورکړي.

لاینز دغه راز زیاته کړې، چې اوس مهال زرګونه افغانان پراخو بشري مرستو ته اړتیا لري او که حالات همدا ډول دوام وکړي، نو په یاد هېواد کې به د فقر کچه ۹۷ سلنه ته ورسیږي.

نوموړې داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې اوس تازه یو شمېر هېوادونو له افغانستان سره مرستې پیل کړې؛ خو لاهم ګڼ شمېر هیوادونه د طالبانو د واکمني په تړاو چوپ دي او له دوی سره یې کومه مرسته نه ده ترسره کړې.