امریکا: سرپرست افغان حکومت له نړیوال مشروعیت څخه خورا لېرې دی

امریکا: سرپرست افغان حکومت له نړیوال مشروعیت څخه خورا لېرې دی


  • 1 کال دمخه (20/07/2023)
  • سمسور نیوز
  • 539

‏امريکا وایي، سرپرست افغان حکومت بايد د نړيوال مشروعيت د تر لاسه کولو لپاره ځینې مشخص ګامونه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو مېلر له امریکا غږ سره په خبرو کې ویلي، چې تر اوسه د اسلامي امارت د رسميت پېژندنې لپاره ډېر واټن شته دی.

مېلر زياته کړې، چې واشنګټن په کابل کې د سفارت پرانېستلو لپاره هېڅ برنامه نه لري او له خپلو شريکانو سره یو ځای له اسلامي امارت سره پر ځينو مسائلو کار کوي.

د نږدې دوو کالو په تېرېدو سره لاهم د ا، ا حکومت د نړۍ د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند داسې مهال یادې څرګندونې کوی، چې د ا، ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي تازه ویلي، چې له نړیوالو سره مثبت تعامل ته نږدې شوي دي.