نن کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر له امله د کابل ښار یو شمیر واټونه د ترافیکو پر مخ تړلي او په یادو واټونو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي.
د کابل د ترافیکو ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې هوايي ډګر ته خځیدلي ټول واټونه او دغه راز د پلازا څلور لارې، د پل محمود خان، پل خشتي، پل باغ عمومي، فروشګاه، ده افغانانو، ملک اصغر، شیرپور، ذنبق څلور لارې او د شش درک واټ د ترافیکو پر مخ تړل شوي.
د کابل د ترافیکو ریاست له موټر چلونکو او ښاریانو غوښتنه کړې چې په دغو لارو له تګ او ګڼې ګوڼې له جوړولو دې ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن د یادو لارو د تړل کیدو له امله ښاریان شکایت کوي او وایي چې د لارو د بندښت له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوي.