سرپرست حکومت: د نشه یي توکو تولید صفر ته ټيټ شوی

سرپرست حکومت: د نشه یي توکو تولید صفر ته ټيټ شوی


  • 3 مياشتي دمخه (08/09/2024)
  • سمسور نیوز
  • 51

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وايي، په افغانستان کې د امریکا او ناټو د حضور پر مهال د نړۍ ۹۰ سلنه نشه یي توکي په هېواد کې تولیدېدل؛ خو د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته یې کښت، تولید او قاچاق صفر ته رسېدلی دی.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبير له نشه‌يي توکو سره د مبارزې عالي کميسيون په لومړۍ غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د نشه يي توکو د له منځه وړلو او بزګرانو ته دبديل کښت د برابرولو په برخه کې خپل مسووليتونه ادا کړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني هم ویلي، چې اسلامي امارت له نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د اسانتیاوو او تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی او نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې مرسته وکړي.

له بلې خوا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان موتقي وايي، له نشه يي توکو سره د مبارزې ترڅنګ باید په هېواد کې د انساني قاچاق او نورو ورته قضیو پر وړاندې هم جدي مبارزه وشي.

هغه ټینګار وکړ، چې دې پدیدې افغان ځوانان تباه کړي او له نړیوالې ټولنې سره ید افغانستان پر اړیکو منفي اغېز کوي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د اسلامي امارت ځواکونو په تېرو درېیو کلونو کې د نشه‌یي توکو ۱۴۵۰ فابریکې له منځه وړې او ۳۷ زره هکتاره ځمکه یې له نشه یي توکو پاکه کړې ده.