- 4 کاله دمخه (21/09/2020)
- حفيظ الله تراب
- 1359
ماما دې خدای وبخښي ډېر خوږ خو حاضر جوابه سړی وو. کله چې خلقيان واک ته ورسېدل، نو د هغوی تر ټولو ستر شعار دا وو چې د ثور انقلاب په شا نه تلونکی او يا به يې هم په خورا زور، شد او مد ويل چې (برګشت ناپذير است.)
په هغه وخت کې د هغوی د عقايدو او احساساتو پر وړاندې نظر ورکول، څه اسانه خبره نه وه، خو اخېر د ماما زړه يوه ورځ تنګ شو او چې کله يوې ډلې بيا دا شعار ورکړ، نو په مينه يې ورته وويل:
ـ که خپه کېږئ نه، زه درته يوه خبره کوم او هغه دا چې هر شی چې مخکې ځي، ګوره هغه شا ته هم ځي.
خبره مو د شاتګ او مخکې تګ کوله. شاتګ او مخکې تګ هر څوک د ورځني ژوند په مختلفو ځايونو کې کوي.
د بېلګې په توګه کله کله په دفتر کې به يو څوک په حقه وي، خو د مجبوريت له امله به له خپلې خبرې شاتګ کوي، د مېرمنې د غوسې پر وړاندې شاتګ يو بل کار دی چې ډېر خلک له دې نادودې سره مخ دي.
په سياسي برخو کې له شاتګ نه خو دا پنخلس کاله کېږي چې ټول خبر دي او زموږ د هېواد د خلکو پر وړاندې چې کومې پرلهپسې نادودې روانې او زموږ حکومتونه له رښتيا ويلو کوم شاتګ کوي، نو تر دې به بله روښانه بېلګه نه وي، خو تاکتيکي شاتګ بيا يو داسې شاتګ دی چې د څو کلونو په اوږدو کې ترې يوه مبتذله اصطلاح جوړه شوې ده.
سره له دې چې تاکتيکي شاتګ په پوځي برخه کې کارول کېږي او د دې لپاره چې دښمن ته وروسته درانه زيانونه ورسېږي، تر سره کېږي، خو ياد نوم دومره ډېر شو چې ښايي د ورځني ژوند په چارو کې ترې هم کار واخيستل شي.
زما په اند په تکتيکي شاتګ کې يو ډول چل، مکر او دوکه پرته ده چې د خپلو ګټو لپاره ترې کار اخيستل کېږي، نو که داسې وي، لېرې نه ده چې زوی به له پلار، لور به له مور، دوست به له دوست او حکومت به له خپل ولس سره له تکتيکي شاتګ نه کار اخلي.
په دې برخه کې راته د دېرشو کلونو مخکېنۍ کيسه رایاده شوه.
په ښوونځي کې وو چې د ډزو غږونه پيل شول، ساعت وروسته له جلال اباد نه ټانکونه هم راورسېدل، داسې اوازه شوه چې په کلا کې څلور سوه اشرار ځای پر ځای شوي دي.
ډزې نورې هم ډېرې شوې، لنډه دا چې تر مازديګره يې دوام وکړ. په پای کې د ټانکونو درنو ګوليو د کلا دېوال وغورځاوه، خلک ورننوتل، خو ټوله کلا چې يې وپلټله، نو نه د چا مړی پروت وو، نه زخمي.
په پای کې څوک چې په کلا کې وو هغه په بل کلي کې ونيول شو. دا سړی اکرم معلم نومېده چې د جهاد لپاره راغلی او يوازې يو سرپوښ ټوپک ورسره وو چې تر مازديګره پرې وجنګېده.
خو اوسني وخت کې به داسې اوونۍ نه وي چې په خبرونو کې دې څوک وا نه وري، پلانۍ ولسوالۍ کې تاکتيکي شاتګ وشو، يا د تاکتيکي شاتګ له امله مو ولسوالي پرېښوده.
د دې خبرو غوره بېلګه په شمال کې د ځينو ولسواليو پرېښودل دي. د حيرانۍ خبره دا ده چې ډز پرې لا شوی نه وي، خو تاکتيکي شاتګ ترې مخکې سر ته رسېدلی وي.
د دوی په اند مهمات، وسلې، پوځي موټرې، دولتي اسناد او نور څه دې په توپ والوځي، خو چې تاکتيکي شاتګ خدای بريالی کړي.
تر تاکتيکي شاتګ وروسته نو بيا نوې لوبه پيل شي، په لسګونو بې ګناه انسانان او خلک پکې د هغه ځای تر بيا نيولو پورې ووژل شي، په ميليونونو ډالرو زيانونه رامنځ ته شي، خو پوښتنه بيا نه شته چې په ياد تاکتيکي شاتګ کې مسوول کس څومره ګټه او څومره زيان وکړ؟!
اصلي خبره دا ده چې د تاکتيکي شاتګ په نامه ځينې خلک خپل ټر په پر پټوي، تاکتيکي شاتګ خو دې ته وايي چې ته لومړی توره وکړه، چې ګټه يې نه کوله، نو بيا دې له شاتګ نه د دې لپاره کار واخله چې ډېر ژر وروسته ډېر څه لاس ته راوړې.
ظالمه بې ډز و ډوزه خو دا مه کوه او که چېرته په شاتګ روږدی يې، نو ښه دا ده چې له دې وروسته په خپل کور کې تاکتيکي شاتګ ته دوام ورکړې.
د بهر له بې عزتۍ خو د کور دننه شاتګ درته ډېر غوره دی.
سرخط ورځپاڼه