موسکا کې ستاسو د بریالیتوب راز نغښتی

موسکا کې ستاسو د بریالیتوب راز نغښتی


  • 7 مياشتي دمخه (10/12/2023)
  • بصیره وزیري
  • 397

په دې بشري نړۍ کې اوس معلومه شوې دی چې د هر کس  د پرمختګ او بریالیتوب راز په موسکا کې دی.

فکر وکړئ خپل زړه ته نږدې دوستانو ته کله چې د ستاسو په وړاندې موسکا کوي او مینه درسره شریکوي نو همدغه دوستان د ستاسو په زړونو کې ژور ځای ځانته پیدا کوي.

موسکا په تاسو کې ډاډ او باور رامنځته کوي کله چې تاسو موسکا وکړئ تاسو به دا احساس کړی چې اوس په خپل ځان باندې څومره ډاډ او باور لرم، يعنې موسکا د ستاسو په داخلي ډاډمنتیا او سکون کې مو ډیروالی راولي.

يوه کوچنۍ موسکا کولای شي چې ستاسو بدن له جسمي او اروایي ناروغيو څخه وژغوري که تاسو په ستونزمن حالت کې په خپلو شونډو موسکا راوسته پوه چې ته کیدای شي چې يو کامیابه کس اووسې او در پېښې شوې ستونزې به دې زر هوارې شي.

یوه موسکا کولای شي چې د پېښو په وړاندې مبارزه وکړي او تاسو به دا ځواک دربښي چې پېښې په لږ وخت کې حل کړئ.

پس همیشه موسکا وکړئ چې چې بریالیتوب مو په برخه شي.