د انصاریانو او یونس بای پېښه


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عصمت څارګر
  • 1118

د دوهم دور لومړۍ اونۍ، او د لنډه غرو د ځان ښودنې کاواکه هڅې
که څه هم افغانان وایي چې له پېښې تېښته نشته، خو دا کلیشه یي خبره نوره د کرزي صاحب په نظام کې د بیابیا تکرارېدونکیو بدو پېښو د تحمل او زغم دلایل نشي برابرولای. د کابل له پېښو ډکه کوڅه او د هرې کوڅې پېښه د سلو ګرانو پوښتنو ځواب او د سلو تکراري تجربو خلاصه ده.
د تکړه افغان ژورنالست صدیق منصور انصاري، کمپیوټر کارپوه او ټولنیز چارند، روښانه ځوان عمرمنصور انصاري او د هغوی د درنې کورنۍ او دوو نورو وتلیو علمي کورنیو له غړیو سره چې تېره اونۍ د ښار په اصطلاح ډاډمنه امنیتي سیمه کې څه وشول، هغه د کرزي صاحب د ترواک لاندې سیمې د ټولې وضعې بیان او نچوړ دی. که څوک د لري مسافر در څخه په ټيلېفون وپوښتي چې وروره په افغانستان کې څه حال دی؟ او کرزی صاحب دې په څه غوره کې دی؟ نو د همدې یوې پېښې په بیان ورته ټوله وضعه روښانولای او ویلای شې چې حال خو دغه دی، نوره دې خوښه.
د نووامبر د څلورمې پېښه یادوم، کله چې د افغانستان او سیمې د درېیو نامتو علمي کورنیو د یوه مشترک مړي د جنازې مراسم د یونس بای، عرف یونس قانوني د ورور حاجي ابراهیم په مشرۍ د وسلوالو لنډه غرو لخوا په ناتاره ډزو ګډوډېږي، د فاتحې له مراسمو څخه د غمېدلیو کورنیو نارینه ځوانان او سپین ږيري د کنداغونو، سوکانو، او برېښنایي ډنډو له بې درېغه کارېدنې وروسته ولچک کېږي، له سپکو سپورو وروسته حوزې ته لېږدي، او پر لاره ورته د قوم او قبیلې په نسبتونو سربېره د "شما را پوست میکنیم"، "شما را درس میتیم"، "شما را آدم میسازیم" ګواښونه کېږي. د 65 کلن پلار، قاري سیف الله په شمول، د درییو کورنیو غړي د ۳۵ ساعتونو لپاره په توقیف کې ساتل کېږي. دغه راز، د اغېزمنو کورنیو غړي، چې ماشومان هم ورسره دي، د یونس بای لخوا متهمېږي چې ګواکې هغوی پر ده د ځانمرګي برید اراده لري، خو په بله ورځ یې، کله چې غوغا زیاتېږي، د انتحار په تور همدغه تورن وګړي په نه کاغذ پرېښول کېږي.
په دې ترڅ کې د افغاني ټولنې څلورو درنو ارزښتونو ته د ملي شورا او ولس د استازې مؤسسې د تپلي مشر لخوا په حقارت کتل کېږي، چې دا د ټول ملت پر حریم تېری، او سپکاوی دی.
لومړی قرباني ارزښت، د خدای کور، او د خدای پر کایناتو تر ټولو غوره ځمکه، یعنې جومات دی، چې په حریم کې یې ډزې کېږي، ناتاره سوک څپېړې وارېږي، او هلته پنا وړونکي بې درېغه ډبول کېږي.
دوهم تر پښو لاندې شوی ارزښت د فاتحې حریم، او د مړي مراسم دي، چې زموږ کلتور یې ټینګ درناوی کوي. په دې ورځ مشهورو علمي او روحاني کورنیو، یعنې علامه مولانا یعقوب حسن قریشي کورنۍ، د علامه مولانا منصور انصاري کورنۍ، او د هېواد د روحاني شخصیت د فرزې د خلیفه صاحب د کورنۍ د مؤمن میت د سپارنې د مراسمو بې حرمتي کېږي، او فاتحه یې په دوهم ویر او هنګامه بدلېږي.
د یونس بای د کاذب جبروت قرباني درېیم ارزښت، د سپین ږیرو، او تورسرو د حرمت او احترام حد دی، چې د هر ډول افغاني ارزښتونو پرخلاف تر پښو لاندې کېږي، تورسرې او ماشومان ترهول کېږي، او د نږدې اویا کلونو سپین روبي ولچک کېږي، او حوزې ته لېږدي.
او بلآخره، د یونس بای د بهیمانه حرکت تر ټولو ستر، او تکراري قرباني د هېواد خوارځواکی قانون او عامه نظم دی، چې په بې پروایۍ، او فرعون ورته کردار اخلالېږي، او تر پښو لاندې کېږي.
د قانونمندۍ او قانون سالارۍ، بلکې قانون څارنې د ترټولو لویې مؤسسې، یعنې ملي شورا د مشر په قومانده، او د هغه د ورور تر سرپرستۍ لاندې، د ښار په واټونو کې د معمولي لانجې پر سر، د بې وسلې او عاجزه فرهنګي کورنۍ په مقابل کې ناتاره او ناروا ډزې، او هنګامه جوړېدل، د همده لخوا د عامه نظم دا ډول اخلال، او د دیني عامه اجتماع،  چې د دین او ډیموکراسۍ مشترک ارزښت دی بې حرمتي، له جرم ثابتېدلو پرته یوازې په بې اساسه تور، او تهمت د بې ګناه انسانانو مرګوني وهل ډبول، او په نه صلاحیت د افرادو توقیفول او ځورول، له هغوی څخه د ارتباط د وسایلو اخیستل، هغوی ته د لازمې طبي مرستې د رسېدنې مخنیوی، د برېښنایي ډنډو بې درېغه استعمال، او د سپین ږیرو تر قدمونو د شاجورونو تشول او بې درېغه ډزې، او بالآخره پر ټوله سیمه د وېرې او وحشت د څادر غوړول د یوه شخص نه، بلکې د یوه نظام حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي.
د کرزي صاحب هغه اداره چې وار له مخه یې ملا د اداري فساد، بې قانونۍ او بې کفایتۍ تر تورونو لاندې کړوپه ده، په داسې حساس وخت کې د داسې پېښو د زغملو توان نه لري، او ښایي دغه د لستوڼي ماران یې دې مسألې ته ښه څک دي. ښایي دغسې پېښې ډېر ژر ښاغلی کرزی پر خپلې هغې سرټمبګۍ پښېمانه کړي چې د قاسم فهیم په نامه د یوه بل پنجشېري لارډ د معاونیت پرسر یې له نړۍ سره کړې وه. لامل یې ښایي دا نه چې ګواکې ښاغلی کرزی به خپل وجدان نا ارامه کړي، بلکې دادی چې نړیوال نور دغسې کرزی او د نوموړي دغسې بې مهاره یارانې نشي منلای.
دا پېښه په دې اړه څو پوښتني را ولاړوي، او بېرته همدغه را ولاړې شوي پوښتنې ځوابوي. دا پوښتنې ټولې د فساد او بې قانونۍ اړوندې دي.
لومړی دا چې د قانون واکمني په کومه کچه ده. دوهمه دا چې چې واکمن څوک دی، درېیمه دا چې واک څنګه چلول کېږي، او څلورمه دا چې د کرزي صاحب تر نظام لاندې د یوه عزتمند ښارمېشتي برخلیک له څه ډول ګواښونو سره مخ دی.
د لومړۍ پوښتنې ځواب دا دی چې قانون لا هم د یونس بای، قاسم فهیم او ورته اشخاصو تر اوامرو او خواهشاتو په ډېره ټیټه درجه کې دی. قانون برامته دی، او د یونس بای برېښنایي ډنډې د خلکو ترمنځ راج چلوي. د قانوني په څېر اشخاص، چې په دوه زره پنځم عيسوي کال کې یې د یوه زندان درلودلو راز لوڅ شوی و، اوس هم په شخصي اوامرو خلک توقیفولای، او آن پر عامه اجتماع ګانو د ګولیو چلولو احکام صادرولای شي. بده یې لا دا چې د قانوني صاحب سرګروپان او د مسلحو ګروپونو قوماندانان اوس له یونیفارمونو او تنګو پتلنونو سره هم عادي دي، او د حوزو او پولیسي اصطلاحاتو کارونه یې هم زده کړې ده، او له بې نظمو، او ناهمغږو جرایمو څخه یې سویه منظمو جرایمو او موجهو خشونتونو ته لوړه شوې ده. ښاغلي قانوني چې په کال  ۲۰۰۴ کې د کورنیو چارو وزارت په خپل دور کې کوم توپکیان او پر توکمیز تړاو انتخاب شوي ګروپونه د پولیسو لیکو ته ننویستل، لا هم د هېواد برخلیک ته ګواښ پېښوي.
په کابل کې اوسېدونکي هر کس لږ تر لږه یوه داسې پېښه یادښت کړې چې یو دوست ملګری، یا ګاونډی یې د یوه خپلسري ټوپکوال لخوا تر تېري لاندې نیول شوی، حوزې د تېري کوونکې ننګه کړې، او بیا مظلوم کس له قانوني لارو څخه له مأیوسۍ وروسته د ځان خلاصون په هڅه کې د تېري کوونکي ټوپکوال لپاره واسطې او پر ټوپکي منلي اشخاص لټولي دي.
تېره اونۍ زموږ یوه ګاونډی ملګری له یوه رند زورواکي ګاونډي سره په لانجه واوښت، حوزې د قوماندان ګاونډي ننګه وکړه، او بالآخره زموږ دوست ګاونډی اړ شو چې د مارشال صاحب له باډیګارډانو څخه مرسته وغواړي، او زهر په زهرو دفعه کړي.
دوهمه پوښتنه، یعنې دا چې واک څوک چلوي، او اصلي واکمن څوک دی، هم په همدې پېښه کې د رسوایۍ تر بریده روښانه کېږي. کله چې داخله وزیر وایي، زه په خپله یوولسمه حوزه واک نه لرم، او هلته ساتل شوي بندیان د قانوني صاحب دي. د کورنیو چارو وزیر چې له دریشي کړیو لېوانو څخه د پایتخت په زړه کې یوې افغانې کورنۍ ته نجات نشي ورکولای، نو سرحدونه، بانډې، غریزې او لرې پرتې ځنګلي سیمې خو لرې پرېږده.
درېیمه پوښتنه، یعنې دا چې واک څنګه چلېږي، او منطق څومره واکمن دی، هم د دې نازکو، او ملایک-صفته ځوانانو پر وجود له هغو رنګینو او ګلابي ټپونو څخه، چې د حوزې د یونیفارم لرونکیو ټوپکیانو او د قانوني د بې قانونه لنډه غرو لخوا یې پر وجود نقش شوي، او له هغو بدرنګه نسبتونو څخه چې د قوم او قبیلې په نامه د دې ځوانانو شخصیت ته شوي دي، معلومېدای شي. یعنې نه یوازې دا چې واک واک له بل چا سره دی، بلکې لا دا چې له واک څخه بل ډول استفاده هم کېږي. له واک څخه د توهینولو، ډبولو، وهلو، ځورولو، او وېرولو استفاده کېږي.
دا چې دا د پردې تر شا واکمن او د واک ثابتولو لپاره څه څه نه کوي، همدلته جوتېږي چې د هېواد او نړۍ د دیني او علمي مشاهیرو، او د استقلال د نوماندو مبارزینو، هریوه مولانا منصور انصاري، او علامه مولانا یعقوب حسن قریشي، چې د کابلي تفسیر لیکونکي لومړي ژباړونکي دي، او هم د هېواد د روحاني شخصیت، د فرزې د خلیفه صاحب د کورنۍ پر ځوانو او سپین روبو غړیو، او د فاتحې د مراسمو پر حرمت وسلوال تېری کېږي، او پر افرادو یې هغه حکومتي برقي ډنډې، توپانچې، ټوپکونه کارول کېږي، چې باید د همدوی د ساتنې لپاره کارېدای. دا چې د دې کورنیو د مؤمن میت د جنازې په مراسمو کې د بل غم جوړولو په هڅه، په سلګونو ډزې کېږي، او د بې وسلې خلکو ترمنځ وېره او رعب خپرېږي، او د حاضرو شاهدانو په حواله بې وسلې، او وارله مخې غمجنو ته د "مې زنمت"، "مې کشمت" ګواښونه کېږي، د واک څنګه کارېدلو غوره بېلګي دي.
او وروستۍ پوښتنه، یعنې دا چې د ښار-مېشتو برخلیک څومره خوندي دی، هم ډېره جوته ځواب شوې، او په همدې یوه پېښه کې یې بیا بیا ثابته شوې چې ښاریان باید په دې مېږوي مېږوي ښار کې هرګام په بسم الله، او اعوذبالله واخلي.  د ښار واټونه د قوماندانانو ځالي، او د هغو مچیو ځالو ته ورته دي چې نیږدې ورتګ د مخ پړسېدنې او چیچل کېدنې معنا لري. عزتمند ښار-مېشتی له هیڅ ډول مدرک پرته بندي کېدای، تر جرم ثابتېدلو، او حتی ثبتېدلو وړاندې د مرګ تر حده ډبول کېدای، او شپې شپې په توقیف کې ساتل کېدای شي، او هم ورته د قوم، قبیلې او سیمې نسبتونه کېدای شي.
د  ۲۰۰۴ کال له جولای راهیسې، چې د قانوني صاحب لومړی شخصي زندان رالوڅ شوی، او د وخت د کورنیو چارو وزیر لخوا رسوا شوی و، شاوخوا پنځه کاله قانون-جوړونه، او قانون-پلې کېدنه کېږي، خو د ۲۰۰۹ کال په نووامبر کې د نوموړي یو بل شخصي زندان په یوه څه زیاته تېر ایستونکې بڼه رسوا کېږي.
هو، بې له هیڅ ډول دلیل او مدرکه په زندان کې د څو شریفو، علمي او روحاني  کورنیو د ټولو نارینه غړیو دوه شپې ساتل، ځورول، او توهینول یوازې په یو شخصي زندان کې ترسره کېدای شي. حوزه، د ولایت امنیه قومانداني، او وزارت په دې اړه هیڅ ډول صلاحیت نه لري.
دغه څلورپوښتنې د افغانستان د حالاتو په اړه اساسي دي، او هرهغه څوک چې د افغانستان په اړه پوهېدل غواړي، په زغرده یې مطرح کوي.
د ښاغلي کرزي نظام، چې د همدې توپکیانو له توسنه د حیثیت اعادې ته سخته اړتیا لري، باید نور دې ډول پوښتنو ته ناڅه بدل ځوابونه ولري، ځکه چې د ملګرو ملتونو د استازي ښاغلي کای آیدي په وینا نړۍ نوره تر هرڅه زیاته د کرزي صاحب د نظام پر مشروعیت او نه مشروعیت حساب کوي، نه په ایډیالوژیو، او جغرافیایي لرلیدونو.