کاپیسا کې یو تن خپل ورور په ډزو وژلی

کاپیسا کې یو تن خپل ورور په ډزو وژلی


  • 3 کاله دمخه (16/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1067

د کاپیسا ولایت امنیتي مسوولین وایي ددغه ولایت د کوهستان په حصه اول ولسوالۍ کې یو تن خپل ورور په ډزو وژلی دی.

د مسوولینو په وینا دغه پیښه هغه مهال رامنځته شوې کله چې د دوه ورڼو ترمنځ لومړی لفظي او وروسته فزیکي شخړه رامنځته شوې ده.

د مسوولینو په وینا ددغې شخړې لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی چې ۳۰ کلن مقتول ولې وژل شوی خو پولیسو یې قاتل ورور نیولی او د پیښې په تړاو څیړنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره کال هم یو تن خپل ورور د فوټبال سیالۍ پر سر د دعوې له امله وژلی وو.