سرپرست حکومت: بلخاب کې د ملکیانو د وژنې راپور ناسم دی

سرپرست حکومت: بلخاب کې د ملکیانو د وژنې راپور ناسم دی


  • 2 کاله دمخه (28/06/2022)
  • سمیر احمد
  • 671

سمسور (۷چنګاښ۱۴۰۱) سرپرست حکومت د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالي کې د ملکي وګړو د وژنې په اړه د بشري حقونو د سازمان راپور ناسم بللی دی. 

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ناوخته پر خپل ټوېټر پاڼه د دغه راپور په غبرګون کې ويلي چې په ياده ولسوالۍ کې ملکي وګړو ته هېڅ مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

مجاهد ویلي، نه پوهېږي چې د بښنې نړیوال سازمان د کومو معتبرو اسنادو له مخې دا ډول ادعا کوي. 

د هغه په خبره، یاده اداره له سیمې څخه په دې اړه کره معلومات نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان او د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي وو، چې دوی په بلخاب کې د ملکي وګړو د وژلو، اعدامونو او د طالبانو د صحرایي محکمو په اړه سخت اندېښمن دي.