موږ د ژبې پر ماهیت هله پوهېږو، چې د کلیمو ار او ضمني معناوې، په جمله کې يې د کاریدو پر اړتیا او په هنري ژبه کې يې په ارزښت وپوهیږو.
ګودر د پښتو ژبې یوه خپلواکه کلیمه ده او هغه ځای ته وايې چې جونې له منګیو سره ورځي او کورونو ته پکې اوبه وړي، خو که په رسمي او یا ښه ده ووایو په علمي لیکنو کې ورنه استفاده کوو، ګودر همدا ګودر دی چې پورته مو ورته اشاره وکړه، خو که هنري او تخییلي لیکنو ته راشو، بیا نه دا چې ګودر، ګودر دی، بلکې موږ ته له کورونو په سل او زر بهانو را روانې جونې را یادوي، کلی رایادوي، د مینې او دیدن لمحې رایادوي او بلاخره خپلې مینې او تېرې هېرې زمانې ته مو وړي؛ معنا دلته ګودر هم مکان دی او هم زمان او ژبه همدلته د زمان او چاپيریال سره خپلې اړیکې ثابتوي.
که بیرته کېږي بیرته راشه !
قسم دی یاره ځمکه ځای نه راکوینه
په دې لنډۍ کې دوه ځلې د ( بیرته ) کلمې تکرار د لنډۍ خوند ډېر کړی، په خبره کې يې وزن پيدا کړی او تاکید ترې جوتېږي، څه نورې خبرې هم شته چې د (بیرته ) تر سپړنې وروسته به يې وکړو.
موږ ( بیرته) په څو ځایونو کې استعمالوو:
بیرته د بیا ځل په معنا:
مثلا یو چاسره مو کار دی، لا درسره ناست نه وي چې له څنګه مو پاڅي که ورنه د تلو دلیل وغواړئ، درته وايې:
بیرته يې ماته زنګ وواهه.
کیسه د ستړې ستړې مینې ختموي ولې نه
ماته مې خپل زړګی په بیرته راکوې ولې نه
سایل
بیرته د راتللو امکان ختم شو
دواړه اواره شو داستان ختم شو
رضوان اوبرنګ
بیرته د خلاصولو په معنا :
ور بیرته کړ، چې ودې ګورم.
سترګې مې بیرته کړې خو ومې نه لیدې!
بیرته د شاته شاته په معنا:
تا که زما زړه ته کتلی
زه به په بیرته بیرته تلم، تا به نیومه
په دې لنډۍ کې دا یوه معنا هم نشته او که يې ورکوو نو د لنډۍ له ښکلا سره به ظلم وشي خو ویل شوې لنډۍ، نه بې معنا ده او نه بې ښکلا، بلکې ښکلا يې همدې بیرته جوړه کړې ده. یوه خوبي يې داده چې د بیرته په تکرار سره د تورو مکرر اوریدل خوند راکوي، بلکې د ویونکې/ویونکي تاکید هم راته را رسوي چې ورتګ مهم دی.
په دې لنډۍ کې انسان ته ور زده کوي چې :
یوــ انسان تل په یو حال نه وي او ممکن په خپلو ډېرو پریکړو او هغه خبرو چې یو وخت ورته ښې ښکاري، پیښمانه شي. خوشال بابا وايې:
چې نمک مې د مغل خوړ یو ملک وم
چې نمک د مغل نه خورم اوس ملک یم
دویم ــ پښتانه متل کوي، چې دلته په مړیو کې سپک او په ژوندیو کې دروند نشته او دا هم وايې، چې د خپل کور خوراو لور کړمیزنه وي، نو هغوی چې راسره وي، ورته لاس رسی ولرو، هر وخت يې لیدای شو یا مو ورباندې هر وخت امر او نظر چلېږي راته ډېر مهم نه ښکاري، خو چې له لاسه مو ووځي بیا يې پر قدر پوه شو.
درییم ـ لنډۍ دوه ځله د (بیرته ) راتګ دا هم راته وايې، چې تګ له دواړو اړخونو په خوښه شوی، ځکه خو ورته وايې، څنګه مې چې په خوښه لاړې، همدغسې بیرته مې په خوښه راشه، ځکه چې:
حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه شي
خو که د یادې لنډۍ په همدې بیرته کلمو کې لومړنۍ( بیرته) تغییر کړو، بیا به يې معنا څه وي؟
که چیرته کېږي، بیرته راشه
قسم دی یاره ځمکه ځای نه راکوینه
دلته هم مفهوم کې کوم لوی بدلون نه دی رامنځ ته شوی او نه هم ورپسې د متکلم د خفګان کچ بدلون کړی خو خبره داده چې دلته د دواړو جغرافیو، مادیاتو، د بیرته راتګ شرایطو او امکاناتو ته په همدې (که چیرته کیږي؟) کې اشاره شوې ده.
دلته د لومړۍ لنډۍ په څېر داسې نه وايې چې ته باید حتمي راشي، که ته وسه لرې کنه، که ممکنه وي کنه او که وضعیت او شرایط د راتګ لپاره مساعد وي او کنه خو باید راشي!!
د خفګان له شدته مخاطب په دواړو کې خبرېږي خو د دوهمې نمونې په پرتله د لومړۍ زیان پدې کې دی، چې په لومړۍ کې د بیرته ورتګ غوښتنه دومره شدیده ده ، چې ممکن په مرګ، په لوږو، په بند او ... تمامه شي خو باید بیرته تګ امکان پيدا کړي.
البته ، دوهمې نمونه کې بیا د بیرته ورتګ غوښتنه مشروطه شوې ده، دلته بیرته ورتګ غوښتل شوی خو دا شرط يې ورته پکې ايښی چې :
که بیرته راتګ د سر په بیه نه تمامېږي او درته نورې ستونزې نه جوړوي، پکې تکلیف کېږې نه او یا ته د بیرته راتګ لپاره مناسب وخت او چاپيریال په لاس کې لرې نو باید راشي خو که دا هیڅ نه وي نو بیا مه راځه.
د دوهمې نمونې له په لومړي نیم بیتي کې ( که چیرته کیږي؟) د همدې لپاره سوالیه دی، چې د یو اړخ رضا او چاپيریال په په نظر کې نه دی نیول شوی، بلکې هماغه ته چې ورته متکلمه/متکلم دی وايې، چې که تاسره د بیرته راتګ امکان وي، بیرته راتګ درته مهم وي؛ نو ځکه راشه چې ځمکه ځای نه راکوینه