لومړۍ ځل دې چې هلمند رسنیز کلب جوړ شو


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • عزیز احمد تسل
  • 1062

د هلمند  د ازاد و ژورنالستانو له لوري د خپل مخو ټاکنو له پلو ه لومړۍ ځل دې چې هلمند رسنیز کلب  جوړ شو .
 د دغه رسنیز کلب  اداره د مشرتابه په ګډون د پنځو غړو نه جوړ شو ه مشرتابه،مرستيا ل خزانه دار ،اداري،او سكرتر په كي شامل دي ،په هلمند كي دپريس كلپ  جوړول به وكولي سي چي درسنيو دفعاليت زمينه نوره هم پراخه كړي نومړی رسنیز کلب پوره خپلواک او د هلمند په ګډون د هر ولایت د خبر یالانو لپاره  خد ما ت  او اسانتیا وي برابره وي  چې د یوې خیریه ټولنې په توګه به پا ته کیږې . 
د رسنیز کلب مشر محمد الیاس داعی وايي (( دا چې په یو شمیر هیوادونو ،هند،بنګلیدیش،کراچي،کې رسنیز کلبو نه ډیره سابقه لري نوموږ هم  د وخت نه په استفادی سره وکولاي شول چې د رسینیو د خد متونو یو بنسټ کیږد و تر څو د هر ولایت آن بهرنی خبر یالانو ته دا سې یو ځاي جوړ کړو چې په هغه کې دخبر یالانو لپاره  د انټر نیټ کمپیو ټراود هغوی داستوګنی ځاي او نورې اساناتیاوې برابر کړو))
په دغه رسینز کلب كي به د خبري کنفرانسونو  ، ورکشاپونو ، سیمنارونو  او نور و ټولنیزو او کلتوري  فعالیتونو د ترسره کلو لپاره  یو لوي سالون وجود ولري ددې ترڅنګ به دلته د یو شمیر دا خلی لوبو لپاره  لکه  ټیبل ټینیس ، سترنج، ویلیارد   لپاره  ځانګړي ځان هم په پام کې نیول شوي دي .
اوس مهال اړتیا دا د ه  چې  د د ې بنسټ لپار ه  یوه  غښتلې غیر سیا سی ،نا د ولتي او ملي واکمنې اداره  د پریس کلب  لومړنۍ مرحلې او جوړښت و څاري او همدارنګه د بسپنې برابرولو لګښت  او  د ادارې  د چلونکو  لنډ ه دا چې   هر ډول مسؤلیت په غاړه واخلي.
په هلمند كي دازادو رسنيو ژورنالستان ددغه پريس هركلى كوي ،دغښتلي كيد و له پاره يي دنړيوالو او هغه نها دونو نه مرسته غواړي چي درسنيو دغښتل كيدو سره كار كوي .
حزب الله خاموش چي تازه يي په هلمند کې دشمشاد تلویزیون سره د سیمیزخبريا ل په توګه ند ه اخستې  وايي
(( په دي ډګر كي دزياتو تخنيكي وسايلو له ستونزي سره مخ يم ،او دروابطو دټنګښت په خاطر يوې غښتلي رهبري ته اړتيا لرو چي كه چيري داپريس كلپ راته پرپښو ودرول سي زمونږ اړتيا وي به پوره سي))
د اپه داسي حال كي د ه چي دهلمند چارواكي په دي ولايت كي دحالاتو دښه كيد و خبر وركوي.
دهلمند ژورنالستان داتحاديي ريس زين العابدين ستانكزى وايي موږ د د مکراتیکو حالاتو سره سم  د داسې  موسسې د جوړښت تکل وکړ چې اثرات به یې ډیر مثبت وي موږ ډاډ من یو چې د همدغه رسینز کلب په مټ  په هلمند کې ښه  بد لونونه را منځ ته شي ،
دپريس كلپ له پاره ټاكني په داسي حال كي سوي دي چې  د م ګړی د هلمند ژورنالستان په داسي حال كي دخپل ژورنالستي فعاليتونو لاره هواره وي چي په دي ولايت كي اوس هم دژورنالستانو په وړاندي ښكاره تهديد او رټل موجود دي .