برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي خپله کړه

برازیل د فوټسال نړیوال جام اتلولي خپله کړه


  • 3 مياشتي دمخه (07/10/2024)
  • سمسور نیوز
  • 96

برازیل د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام په پای لوبه کې ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله. 

دا لوبه تېره شپه  د ازبکستان پلازمېنې تاشکند په هما لوبغالي کې ترسره شوه او برازیل وتوانېد، چې ارجنټاین ته ۲-۱ ماتې ورکړي.  

د یادونې ده چې برازیل تر اوسه شپږ ځله د فوټسال نړیوال جامونه ګټلي دي.

له بلې خوا د ۲۰۲۴ کال فوټسال نړیوال جام په سیالیو کې اوکراین فرانسې ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام وګاټه. 

د فوټسال نړیوال جام سیالۍ د افغانستان په ګډون د ۲۴ لوبډلو په ګډون د سپټمبر په ۱۴مه په ازبکستان کې پیل شوې وې. 

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې چې د لومړي ځل لپاره نړیوال جام ته لار موندلې وه، د درې نمرو په لرلو او په ګروپي پړاو کې د یوې غوره لوبډلې په توګه د ۱۶ پړاوونو ته لار پیدا کړه، خو د پاراګوای پر وړاندې له ماتې وروسته بهر شوه.