پاکستان: له خپل هېواد د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا پسې چټکوو

پاکستان: له خپل هېواد د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا پسې چټکوو


  • 1 ورځ دمخه (31/05/2025)
  • سمسور نيوز
  • 121

پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د کورنيو چارو وزير محسن نقوي له قوله ویلي دي‌ چې پاکستان کې به د ناقانونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا پسې چټکه شي.

نقوي د کډوالو د اېستلو ټينګار د پاکستان ترهګرۍ ضد په يوه امنيتي ناسته کې کړی دی.

نوموړي دغه راز د ياد هېواد د ثبت او پېژندنې ادارې ته لارښوونه کړې چې د کډوالو د اېستلو مرکزونو کې د ثبت اسانتياوې برابرې کړي.

دغه خبره داسې مهال کيږي چې همدا څو ورځې وړاندې د بښنې ۱۵ نړيوالو سازمانونو په يوه ګډه اعلامیه کې له پاکستان وغوښتل چې له ګواښ سره مخ کډوال دې له خپلې خاورې نه شړي.

د يادونې وړ‌ ده چې حکومت بیا د کډوالو لپاره د اسانتياوو برابرولو ډاډ ورکړی او د ښارګوټو جوړولو لړۍ يې هم پيل کړې ده.