هند له افغانستان سره د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې

هند له افغانستان سره د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې


  • 3 کاله دمخه (05/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1575

 

هند له افغانستان سره په لسو پړاوونو کې د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې ده.

په هند کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر طاهر قادري په تازه څرګندونو کې د هند له حکومت مننه کړې چې د کرونا په حساسو شرایطو کې یې له افغانستان سره د زرګونه ټنه غنمو مرسته کړې ده.

دده په وینا هند په لسو جوپو کې له افغانستان سره ټولټال د ۷۵ زره متریک ټنه غنمو مرسته کړې ده چې تر ډېره دغه غنم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول شوي دي.

نوموړی وایي چې له دې غنمو د کرونا پر مهال له بېوزله او اړمنو سره مرسته شوې او لا هم پر بېوزله او بېځایه شویو سره ددغو غنمو وېش دوام کوي.

هند ویلي چې له افغانستان سره به د لا ډېرو خوراکي او اړینو توکو مرسته کوي.