د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لویډ اېسټن له خپل اسرائیلي سیال سره پر ایران د دوی د بريد په اړه خبرې کړې دي.
اېسټن پخپلو خبرو کې د اسرائیلو له امنیت د امریکا پر کلک ملاتړ ټينګار کړی او په خبره یې ایران باید بیا پر اسرائیلو د برید غلطي ونه کړي.
نوموړي همداراز په سیمه کې د روان کړکیچ په اړه ویلي چې باید د ډيپلوماسۍ له لارې حل کړل شي.
نوموړي د بندیانو پر خلاصون، په غزه کې د اوربند پر رامنځته کولو او د اسرائیلو او لبنان په سرحدونو کې کورونو ته د کډوالو پر بېرته تګ ټينګار کړی دی.