سرپرست حکومت: د هشت‌صبح او زاویه میډیا ویب‌پاڼې مو ور وتړلې

سرپرست حکومت: د هشت‌صبح او زاویه میډیا ویب‌پاڼې مو ور وتړلې


  • 2 کاله دمخه (04/10/2022)
  • سمیر احمد
  • 795

سمسور نیوز (۱۲تله۱۴۰۱) د ا.ا سرپرست حکومت وایي، چې دوی په افغانستان کې د هشت صبح ورځپاڼې او زاویې میډیا ویب پاڼې ور تړلې دي. 

د ا.ا د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وایي، چې دغه دوه رسنۍ یې د درواغجنو او یو طرفه خبرونو خپرولو له امله تړلې دي.

د دې وزارت ویاند، عنایت الله الکوزي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دې وزارت د یوې پرېکړې له مخې دغه ګام اخیستی؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي خپاره کړي.

بل‌خوا رسنیزو کارپوهانو او د خبریالانو د ملاتړ بنسټونو د ا.ا حکومت دغه ګام په سختو ټکو غندلی دی او دا یې د بیان د ازادۍ ضد کړنه بللې ده.

دغه دوه رسنۍ هم وایي، چې د ا.ا له لوري دا ډول کړنه په کلکو ټکو غندي او د بیان پر ازادۍ یې ښکاره تېری بولي.