د ایتلافونو هیواد


  • 4 کاله دمخه (21/09/2020)
  • اخترمحمد اسلام خیل
  • 1085

 پرون ماښام دری تنه سره کیناستل سره ویې ویل چې باید ددوی په ګډون یو لوی او ددوی په اصطلاح نیرومند! ایتلاف رامنځ ته شي.دغه دری ښاغلي د ولسمشر پخوانی مرستیال احمدضیا مسعود، د افغانستان د وسله وال پوځ د اعلی سرقومانداني درستیزوال جنرال عبدالرشید دوستم او د اسلامي وحدت ګوند مشر او دپلان پخوانی وزیر حاجي محمد محقیق ول. دوی په اوسنیو حالاتو کې دیوه نوي او پیاوړي ایتلاف دجوړولو موضوع دری په دری سره وڅیړله او ویې پتییله چې بل ځل خپل نور پخواني انډیوالان هم راخبر کړي. خو تردوی څو شپې دمخه دا ډول نور کسان هم سره راغونډ شوي و او له کړکیچ څخه دهیواد دژغورلو(!) په نامه دیوه ایتلاف دجوړیدو خبره یې کوله، اوس اوس یو بل عجیب ایتلاف هم شته نوم یې پر ځان تغیر او امید ایښی دی زموږ ځینې رسنۍ چې کله له حکومته یوه نوې خبره واوري نو بیا ددغه په اصطلاح ایتلاف مشر ته ورځي او نظر یې اخلي خو په دې یې هیڅ وخت فکر نه دی کړی چې دا دکومو ګوندونو ایتلاف دی؟ څنګه او څه وخت جوړ شو؟ آیا هغه ګوندونه چې په دې ایتلاف کې راټول دي رسمیت لري؟ او لږترلږه داګوندونه رښتیا هم شته؟

څومره چې موږ ته معلومه ده ایتلافونه د یوې ځانګړې تګلارې له مخې د ځینو مهمو او مشخصو اهدافو دلاس ته راوړلو لپاره دڅو ګوندونو په ګډون جوړیږي او بیا دغه ګوندونه د ګډو هدفونو لپاره مبارزه کوي. خو زموږ په هیواد کې داسې نه ده دلته چې څوک له حکومته خفه شي، یا خپل مقام له لاسه ورکړي یا له حکومت څخه کوم امتیاز وغواړي او حکومت یې ورنه کړي نو بیا څو تنه سره راټولیږي او په اصطلاح ایتلاف جوړوي بیا چې په منځ کې حکومت کوم یوه ته امتیاز ورکړي هغه له ایتلافه وزي او یا بل ایتلاف جوړوي. نږدې شل کاله کیږي چې زموږ په هیواد کې د ایتلافونو ناتار جوړ دی، ددغو لنډمهالو ایتلافونو لړۍ له ۱۳۷۱ کاله راپیل شوه، په هغه پیل کې دشمال ټلوالې په نوم یوشمیر جنګي ډلو ایتلاف وکړاو ددوی دایتلاف په پایله کې یې له سیالو ډلو سره په کابل ښار کې د کور ورانوونکې جګړې لمبې بلې کړې، دغه ایتلاف ډیر ژر ړنګ شو پر ځای یې بل رامنځته شو هغه بیا له سره بله جګړه پیل کړه. هغه وخت به کابو هره ورځ دایتلافونو دجوړیدو او بدلیدو خبرې کیدې. یو دوه جنګي ډلې به په یو ځای کې په یوه سنګر کې پرتې وې خو سبا بیا هلته هماغو ډلو جګړې سره پیل کړې وروسته به مو واوریدل چې ددغو تنظیمونو ایتلاف ړنګ شوی او اوس یې له نورو سره ایتلاف کړی دی. دغسې ایتلافونه به نږدې هره میاشت جوړیدل او ړنګیدل. دبرهان الدین رباني پرضد دحزب اسلامي،ملي اسلامي جنبش، دملي نجات دجبهې او اسلامي وحدت ګوند ایتلاف دهمغږۍ شورا په نوم، دجبل السراج ایتلاف،دوطن ددفاع عالي شورا ایتلاف، دماهیپر تړون او ایتلاف.دمتحدې جبهې په نوم ایتلاف او داسې نور ایتلافونه زموږ په یاد دي چې دتینظیمي جګړو په وخت په بیلابیلو پلمو منځ ته راغلل او بیا په همدغسې پلمو ړنګ شول. همدغو ډلو دلنډمهالې ادارې له رامنځته کیدو وروسته هم خپل دغه عادتونه پرې نه ښودل دلته او هلته یې په بیلابیلو نومونو دیوه امتیاز دلاس ته راوړلو لپاره ایتلافونه جوړ او ړنګ کړل. ددوی موخې به ظاهرآ ډیرې لوړې او دوطن په ګټه وې خو چې بیا به دیوه امتیاز یا چوکۍ خبره رامخ ته شوه نو ایتلاف به په سبا ړنګ و. دغسې ایتلافونه او جبهې مو په وروستیو لسو کلونو کې ولیدل.
ددغو دوو دریو کسانو تر څنګ یو شمیر نور ایتلافونه هم شته یوازې د افغانستان په اوسنۍ ولسي جرګه یو درځن ایتلافونه جوړ شوي دي دسعادت ایتلاف د سولې دکاروان ایتلاف او له قانون څخه دملاتړ ایتلاف او ... 
په ولسي جرګه کې خو لا ویل کیږي چې نور څو ایتلافونه په یوه ایتلاف کې سره راټول شوي او د مرحوم حاجي قدیر دزوی چې نوم یې اوس راڅخه هیر دی دیوه احساساتي ځوان په مشرۍ ددوی په اصطلاح یو لوی ایتلاف جوړ کړی دی. په اوس وخت کې خو ددغو ایتلافونو دجوړولو موخه یوازې دنورو ډارول ښودل کیږي. چې یو بل ته وښیي چې ګواکي موږ هم یو ایتلاف یو او له ډیرو ګوندونو څخه مو یوه لویه ټلواله جوړه کړې ده که څوک زموږ غوښتنې ونه مني او موږ ته امتیاز رانه کړي په افغانستان کې به یو لوی بحران رامنځ ته شي. دوی خپل پروني او نني ملګري هر یو، یو مستقل شخصیت یا هم دیوه ستر ګوند مشر معرفي کوي چې له دوی سره یې ایتلاف کړی دی اوس زموږ په هیواد کې ددغو ډلو، ګوندونو او ایتلافونو شمیر دومره زیات شوی چې که هره ډله، ګوند اوایتلاف لږترلږه لس زره غړي ولري او کره شمیره یې واخیستل شي دافغانستان ټول نفوس په برکې نیسي.
دایتلافونو دغه جوړونکي باید پوه وي چې نور زموږ په هیواد کې په ایتلافونو دیو بل د ویرولو وخت تیر شوی خلک اوس عنوان ته نه ګوري عمل ته ګوري او په همدې بنسټ قضاوت کوي.