د مراکش د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې تر اوسه په وروستۍ زلزله کې ۲زره او ۱۲۲ کسان وژل شوي او ۲زره او ۴۲۱ نور ټپیان دي.
بهرنیو رسنیو د یاد وزارت د چارواکو له قوله ویلي، چې په ټپیانو کې د څه باندې ۱۴ سوو تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ځایي چارواکو ویلي، چې د مراکش په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې ټیمونه تر خاورو او ډبرو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د پلټڼې هڅه کوي.
د یادونې وړ ده چې د تېر جمعې په ورځ د ریښتر په کچه ۶،۴ درجې زلزلې د مراکش یو شمېر سیمې ولړزولې چې له امله یې پراخه مرګ ژوبله او ویجاړۍ رامنځ ته شوې.