د ګنیو زیات کښت؛ سږکال ننګرهار کې د ګوړې تولید زیات شوی

د ګنیو زیات کښت؛ سږکال ننګرهار کې د ګوړې تولید زیات شوی


  • 1 کال دمخه (29/11/2023)
  • نظیف الله صالح
  • 689

ګني د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې کرل کېږي خو کامه، ښيوه او بټي کوټ بیا هغه ولسوالۍ دي، چې د ګنیو زیات حاصلات ترې ترلاسه کېږي. 

د تېرو کلنو په پرتله سږکال د ګنیو د زیات کښت له امله د ګوړې ښه تولید ترڅنګ په خرڅلاو کې هم د پام وړ بدلون راغلی دی.

 د کروندګرو په وینا که تېرکال یې یو جريب دګنیو کرل شوې ځمکه په پنځوس زره افغانۍ پلورل کېده خو سږ کال بیا تر شپتو زرو افغانيو هم په لوړه بيه پلورل کېږي.

کروندګر فهیم الله خان وایي:«د تېر کال په پرتله ګني ډېر کرل شوي، چې ورسره د ګوړې توليد هم زيات شوی او ګاڼۍ هم ورسره زياتې شوې چې خلکو ته پکې د کار زمينه هم برابره شوې ده تېرکال همدغه پټی ما په (۵۰) زره افغانۍ خرڅ کړ خو تېره ورځ یې رانه (۶۰)زره افغانۍ غوښتلو ورمې نکړ ». 

د ګنيو حاصل ته د رسېدو سره سم بیا د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ګوړې د جوړېدو په پار ګاڼۍ په فعلیت پیل کوي چې، د ګنیو زیاته برخه همدلته په کې پلورل کېږي.

ګوړه جوړونکی ګل ولي وایي، چې سږکال د وطنۍ ګوړې بازار ښه دی او پیرېدونکې یې هم زیات دي، دی زیاتوي:« دلته مونږ تر ډېره دوه ډوله ګوړه جوړو، چې يوه یې ساده او بله یې سونډينه ده، چې بېلابېلې وچې میوې ورسره یو ځای کوو،چې ساده ګوړه من ۶۵۰ افغانۍ او سونډينه بيا په ۱۱۰۰ افغانۍ پلورل کېږي. زه له مسولینو غواړم چې مونږ ته يو سيستم برابر کړي ترڅو نورو هيوادونو ته هم دګوړې صادرات وکړو».

احسان الله چې له خوږياڼو څخه د ګوړې اخيستو لپاره ګاڼۍ ته راغلی وايي؛چې د کامې ګوړه خالصه او خوند یې زیات دی همدا وجه ده چې ښه پيرېدونکي لري:« مونږ دلته راځو ګوړه وړو ځکه چې ګوړه يې خالصه ګوړه ده بوره او رنګ پکې نه استعماليږي، نو ځکه یې خلک هم خوښوي».

بل خوا بیا د ننګرهار ولایت د کرنې رياست وياند اجمل سبحاني وايي، چې سږکال د دې ولايت په ۱۹۵۳ هکتاره ځمکه ګني کرل شوي، چې حاصل یې ۸۹ زره مټريک ټنه اټکل شوی.

نوموړی وایي:«په دې ولايت کې د ګوړې جوړولو ۱۴۴ ګاڼۍ فعالیت کوي او څلور نورې د جوړېدو په حال کې دي، چې سږکال به په کې ۴۸ زره مټريک ټنه ګنيو څخه په کې شاوخوا پنځه زره مټريک ټنه ګوړه توليد شي».

دا په داسې حال کې ده چې سږکال له ګاونډيو هېوادونو څخه د مکس ګوړې پر وارداتو بنديز لګېدلی، چې له همدې امله خلکو د وطن با کيفيته ګوړې پير ته مخه کړې.