‏د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو شمېر پروژې پرانېستل شوې

‏د کابل په سروبي ولسوالۍ کې یو شمېر پروژې پرانېستل شوې


  • 11 مياشتي دمخه (06/02/2024)
  • سمسور نیوز
  • 367

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د دوه میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو پر ارزښت د څو پروژو پرانسته وکړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ تېره ورځ د دې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د دغو پروژو د پرانېستې په مراسمو کې د نورو پروژو د پلي کېدا اعلان هم وکړ او څرګندوي؛ هڅه کوو، چې د خلکو لپاره اغېزمنې او رڼې پروژې پلې کړو.

ویل کیږي، چې په دغو پروژو کې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې د استنادي دېوالونو، د اوبو د زېرمه کولو، د اوبو لګولو د کانالونو جوړول، د بڼونوجوړول، د سولر سيسټم لګول او د سړو خونو جوړول په پام کې نیول شوي دي.