د فرانسې د ولسمشر امانویل میکرون د واده کیسه

د فرانسې د ولسمشر امانویل میکرون د واده کیسه


  • 3 کاله دمخه (11/09/2021)
  • ژباړه: طارق تسل
  • 1357

۲۸ کاله پخوانۍ صحنه ده، چې یوه استاده له خپل شاګرد سره نڅا کوي. له خپل شاګرد څخه ۲۴ کاله مشره ده او هغه ته د ژبو د زده کولو تر څنګ د ډرامو او نڅا کولو په اړه هم درس ورکوي، هلک یې په علمیت مئینیږي. استاده هم د هلک په وړتیا، ځیرکتیا او خلاق ذهن ور ماتېږي. 

څو کاله وروسته د هلک پلار خبریږي، چې زوی یې د خپلې استادې په مینه کې ګیر دی، ژر یې له دې ښوونځي څخه باسي او بل ښوونځي ته یې تبدیلوي. استاده یې هم د بانک له منیجر سره واده کوي او څو کالونو کې یې دری اولادونه پیدا کیږی. استاده په ۲۰۰۶ کال کې اړ کېږي چې د ځینو ستونزو له امله، له خپل خاوند څخه طلاق واخلي. هلک هم زده کړې بشپړوي او شخصي سوداګریزې چارې پیلوي، موده وروسته د وخت حکومت دې هلک ته د وزارت چوکۍ ورکوي. په ۲۰۱۶ کې هلک په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه اخلي، له خپلې هماغې پخوانۍ استادې څخه مرسته غواړي، هغه هم ورسره په ټاکنیزو منډو ترړو کې برخه اخلي.

په همدې لړ کې شاګرد له خپلې استادې څخه د واده غوښتنه کوي. استاده ورته وایي، ۲۴ کاله درڅخه مشره یم، له طلاق اخیستلو مې هم خبر یې، همدومره بس نه ده چې سره ملګري پاتې شو؟

هلک ورته وایي: تاسره مې د ګډ ژوند خوبونه د ښوونځي له دورې لیدلي وو، زړه سره نه کېږي، باید دا کار وکړم. دواړه سره واده کوي.

 په ۲۰۱۶ کال کې د ټاکنو پاېلې اعلانیږي، شاګرد(امانویل میکرون) د فرانسې ولسمشر او استاده یې(برجیټ کلاډي میکرون) د فرانسې لمړۍ مېرمن اعلانیږي.