سمسور نیوز (۱۵غوایي۱۴۰۲) په غزني کې یو مسافر وړونکی موټر پر سړک روان موټر سایکل ورختلی، چې له کبله یې پرې سپاره درې کسان مړه شوي دي.
دغه پېښه پرون ماښام د کابل- کندهار پر لویې لارې د «روضېکنډو» سیمه کې شوې ده.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدي ویلي، چې په دې پېښه کې دوه مړه شوي کسان د میدان وردګ او بل تن یې د غزني د دهیک ولسوالي اوسېدونکي وو.
د دې ټرافیکي پېښې لامل د موټر او موټرسایکل چلوونکو بېغوري په ګوته شوې ده.