پاکستاني هیکرانو د تېر حکومت مهم کارکوونکي په نښه کړي

پاکستاني هیکرانو د تېر حکومت مهم کارکوونکي په نښه کړي


  • 2 کاله دمخه (17/11/2021)
  • سمسور نیوز
  • 1025

سمسور(چهارشنبه د لړم ۲۶) د فیسبوک کمپنۍ ویلي، چې د افغان حکومت له سقوط وروسته یو شمېر پاکستاني هیکرانو د راپرځول شوي حکومت مهم کارکوونکي په نښه کړي.

یادې کمپنۍ ویلي، چې د پاکستاني هکرانو دغه ډله سایډ کاپي‌ نومیږي او د افغان کارکوونکو فېسبوکونو سره یې د ځینو وېبسایټونو لینکونه شریکول چې مالوېر (malware) یې درلود او له همدغې لارې یې د خلکو وسایل څارل.

د سرچېنې د مالوماتو له مخې، یادې ډلې د نجونو په نوم ادرسونه جوړ کړي ول او بیا مطلوبو کسانو ته ترې پېغامونه لېږل، چې په پایله کې یې د دوی د مبایلونو له لارې د هغوی مالوماتو ته لاسرسی پیدا کاوه.

باور دا دی، چې دا چاره د پاکستان د څارګرې ادارې یا ای ایس ای له لوري ترسره کېده او له تېر حکومت پورې تړلي مهم کسان یې پیدا کول.

یاد خبره په داسې حال کې راپورته کیږي، چې څه باندې یوه میاشت د مخه د ولسمشر غني فیسبوک پاڼه هم هیک شوې وه او تازه په تېر حکومت کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د فرهنګي چارو د کمیسون مشر محبوب شاه محبوب فیسبوک ادرس هم د بل چا لاس ته لوېدلی دی.

سمسور نیوز