سبا کابل د پاکستاني پلاوي کوربه دی

سبا کابل د پاکستاني پلاوي کوربه دی


  • 9 مياشتي دمخه (24/03/2024)
  • سمسور نیوز
  • 324

ټاکل شوې، چې سبا دوشنبه د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته راشي. 

د راپورونو له مخې، په دې سفر کې به پر یو شمېر اقتصادي او ترانزېټي مسائلو خبرې وشي.  

پاکستاني رسنیو دا سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ مهم بللی او لیکلي یې دي، چې ښایي یو شمېر لویې اقتصادي پرېکړې په کې وشي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم کابل ته د پاکستاني پلاوي راتګ تائید کړی دی.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ ویلي، چې په دغه دوه ورځني سفر کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي مسائلو بحث وشي. 

نوموړې زیاته کړې، چې پاکستان لاهم له افغانستان سره سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ اړیکو ته ژمن دی.

پاکستانی پلاوی داسې مهال کابل ته په سفر راځي، چې په وروستیو کې افغانستان پر کراچۍ بندر تکیه کمه او د ایران چابهار بندر ته مخه کړې.