د کډوالو ستونزو ته د رسېدو او مرستو رسولو کمېسیون له پاکستان او ایران څخه د ۷۷۴ تنه افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی دی.
یاد کمېسیون د تېري ورځې په راپور کې ویلي، چې د یادو کډوالو له جملې ۴۴۸ کسان د کندهار په سپین بولدک او د ننګرهار په تورخم سرحدي لارو له پاکستان نه او ۳۲۶ کسان د هرات په اسلام قلعه او د نیمروز په ورېښم سرحدي لارو له ایران نه په اختیاري او جبري ډول اېستل شوي دي.
که څه هم د کډوالۍ نړیوال سازمان (I.O.M) او د ملکرو ملتونو د کډوالو لويې کمېشنري (U.N.C.H.R) په شمول ګڼو سازمانونو له یادو هېوادونو څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو اېستل ودروري؛ خو لا هم هره ورځ له یادو هېوادونو څخه سلګونه افغانان اېستل کېږي.