سمسور نیوز (۹لړم۱۴۰۱) یو شمېر مېرمنو د کابل ښار «شهرنو پارک» کې له دولتي ادارو او د کار بازار څخه د ښځو حذفولو په غبرګون کې لاریون کړی دی.
یادو معترضو مېرمنو، چې د اعتراض پر مهال خپل تحصیلي سندونه نندارې اېښي وو، وویل چې له یوه کال راهیسې ورته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.
اعتراض کوونکو له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې هېواد کې ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېر حکومت پر مهال ښځو دولتي او غیردولتي ادارو کې پراخه حضور درلود؛ خو د ا.ا په واکمنۍ کې ډېری مېرمنې له دندو ګوښه او په کور کېنول شوې.