امریکا: د اوسني وضعیت څخه د خلاصون دایمي حللاره عادلانه او پایداره سوله ده.

امریکا: د اوسني وضعیت څخه د خلاصون دایمي حللاره عادلانه او پایداره سوله ده.


  • 3 کاله دمخه (21/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1735

له ارګ څه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني نن له غرمې وروسته د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز اسټین سره په ارګ کې کتلي دي.

 

په یادې کتنه کې د امریکا دفاع وزیر دافغان امیني او دفاعي ځواکونو دقربانیو ستاینه وکړه او په افغانستان کې یې په روان تاوتریخوالي اندېښنه وښوده. 

 

نوموړي زیاته کړې، چې د اوسني وضعیت څخه دخلاصون دایمي حللاره عادلانه او پایداره سوله ده.

 

په دې لیدنه کې ولسمشر غني وویل، عادلانه او پایداره سوله د افغانستان د حکومت هدف دی او سولې ته درسېدو لپاره په کور دننه په ټولو کچو کې اجماع رامنځته شوې او موږ به له دې موقع او اجماع څخه په بشپړه توګه استفاده وکړو.

 

باید یاده شي، چې د امریکا د دفاع وزیر په داسې حال کې سیمې او نړۍ ته سفرونه کوي، چې تردې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سیمې او نړۍ ته د افغان جګړې حل په موخه سفرونه وکړل.