ملي دفاع وزارت: په تېرو 24 ساعتونو کې 205 طالبانو ته مرګ اوښتې

ملي دفاع وزارت: په تېرو 24 ساعتونو کې 205 طالبانو ته مرګ اوښتې


  • 3 کاله دمخه (07/06/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 1465

دملي دفاع وزارت وایي، دافغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره متقابلو بریدونو او نښتو کې ۱۲۶ طالبان وژل شوي او ۷۹ تنه ټپیان دي.

له یاد وزرات څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په یادو بریدونو کې دطالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او د دې ترڅنګ ۱۳ بېلابېل ډول ماینونه، چې طالبانو د هېواد په مختلفو سیمو کې ځای پرځاي ګړي وو، د ملي اردو ځواکونو له لوري کشف او خنثی شوي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله د هېواد، ننګرهار، خوست، مېدان وردګ، لوګر، پکتیا، غزني، ارزګان، بادغیس، هرات، غور، سرپل، فاریاب، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې اوښتې.

باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی زیات شوی، چې ورسره جوخت دملي دفاع وزارت هم په یادې ډلې هوایي او ځمکني بریدونه زیات کړي.