د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان وایي، راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته یې له يو نيم کال راهيسې تمرینات کړي او بشپړ چمتو دی.
راشد خان، چې شاوخوا درې میاشتې وړاندې یې د ملا عملیات وکړ، تازه بیا د لوبو ډګر ته راستون شوی دی.
هغه په یوه مرکه کې له اېرلنډ سره د لوبو په اړه ویلي، چې دا د ده لپاره یو نوی پیل و او خوښ دی، چې ځوانان ولوبېدل.
د نوموړي په خبره، ځوانانو ته باید لا ډېر فرصت ورکړل شي.
راشد خان له اېرلنډ سره په درې شل اوریزو لوبو کې خورا ښه وځلېد او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.
د یادونې ده، چې خان به ډېر ژر هند ته سفر وکړي او په ای پي اېل لیګ به له خپلې لوبډلې ګجرات ټیټاینس سره یو ځای شي.