طالبان اوس وخت کې د تاوتریخوالي وروستي حد کې دي او داسې بریدونه کوي چې ان ټولوژنه کې حسابیږي.
طالبان لوی موټر له زیاتو بارود او نورو چاودیدونکو توکو ډک کړي او بیا یې نظامي او یا عامه ځای کې وچوي.
طالبان په دې پوهیږي چې نظامي ځایونه یواځې نه دي، هره سیمه کې نږدې شاوخوا کورونه او دوکانونه وي چې د برید پرمهال زیانمن کیږي، خو بیا هم د دې لپاره برید کوي چې د خپلو وحشتونو بیلګې وړاندې کړي.
طالبان له هغې ژمنې په شا شوي چې له امریکا سره هوکړه کې یې د تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه کړې وه.
د دې برعکس بیا ځینې رسنۍ حکومت ملامت کوي چې ګنې د سولې لپاره اراده نه لري او د دې پروسې پروړاندې خنډونه جوړوي.
تاسو به شاهدان یې چې لومړی اوربند افغان حکومت وکړ، هغه اوربند چې خلکو پکې پراخ جشنونه وکړل.
بیا افغان حکومت د کابل کنفرانس کې بې قید او شرطه د خبرو د پيل وړاندېز وکړ چې طالبانو رد کړ.
له هغې وروسته یې د طالبانو ۵زره زندانیان خوشې کړل چې ۶۵ یې پکې سخت مجرمین او په اعدام محکوم و.
افغان حکومت دا هر څه د سولې په اراده او د خلکو په غوښتنه وکړل، دا پریکړې په اسانه او خپلسري ډول نه دي شوي.
افغان حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني د ځینو بندیانو د خوشې کیدو صلاحیت نه درلوده او د دې لپاره یې مشورتي لویه جرګه وبلله چې هغوی د سولې او اوربند په بدل کې د زندانیانو د خوشې کیدو مشوره ولسمشر ته ورکړه.
افغان حکومت د ولس غوښتنه ومنله او د ښه نیت له مخې یې بیا هم خطرناک زندانیان خوشې کړل، خو د زندانیانو د خوشې کیدو بدل کې طالبانو د اوربند او تاوتریخوالي د کمیدو ژمنه وکړه.
خو څه وشول، یا دا چې سیاسي طالبان او جنګي طالبان یوه خوله نه دي او یا دا چې طالبان په خپله ژمنه وفا نه کوي.
طالبان ستر بریدونه په دومره توپير کوي چې ډير کله یې مسوولیت نه مني، له دې کبله چې د امریکا او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې را نه شي.
د غزني برید یو ستر جنایت دی چې د خلکو تر څنګ یې عامه ځآیونه هم تخریب کړي دي، د دې جنایت یو کس خو له منځه تللی او هغوی چې دا برید یې پلان کړی و، یو یو به یې حساب ورکوي.